زیاتره فلسطیني شهیدان د هویت له معلومیدو پرته دفن کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i166224-زیاتره_فلسطیني_شهیدان_د_هویت_له_معلومیدو_پرته_دفن_کیږي
د فلسطیني اسیرانو د مړو د مدیریت کمیټې غړي په دې خبرې سره چې زیاتره فلسطیني اسیران د سختو شکنجو له امله شهیدان شوي دي، وویل: صهیونیسټي رژيم له مړو سره د هغوي هویتي معلومات نه ورکوي او د امکاناتو د نشتوالي په وجه مجبوری یو چې شهیدان بې له پيژندګلوۍ ښخ کړو.
(last modified 2025-10-22T04:27:54+00:00 )
Oct 22, 2025 08:56 Asia/Kabul
  • زیاتره فلسطیني شهیدان د هویت له معلومیدو پرته دفن کیږي

د فلسطیني اسیرانو د مړو د مدیریت کمیټې غړي په دې خبرې سره چې زیاتره فلسطیني اسیران د سختو شکنجو له امله شهیدان شوي دي، وویل: صهیونیسټي رژيم له مړو سره د هغوي هویتي معلومات نه ورکوي او د امکاناتو د نشتوالي په وجه مجبوری یو چې شهیدان بې له پيژندګلوۍ ښخ کړو.

د جنازو د مدیریت کمیټې غړي او د کیفري شواهدو کارپوه «سامح حمد» له الجزیره سره په مرکه کښې ټینګار وکړ چې د ټولو آزادو شویو فلسطیني اسیرانو د مړو په بدنونو د سختې شکنجې نښې دي او هغوي د هم دغې شکنجې له امله مړه شوي دي او ازموینې او معاینې ښودنه کوي چې ځیني اسیران اعدام کړی شوي دي.

دغې کمیټې د فلسطین په روغتیا وزارت پورې اړونده «صحتی» نومې ویب سایټ کښې د فلسطیني اسیران د مړو انځورونه خپاره کړل ترڅو شاید خپلوان یا دوستان یې وپيژني.

سامح حمد وویل: تراوسه مو له صهیونیسټي رژیم څخه ۱۶۵ مړي ترلاسه کړي دي او د شوې موافقې له مخې، دغه رژیم باید ۴۵۰ جنازې راوسپاري.