-
یونیسف: میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې له خپلو عمرونو پورته فشارونه زغمي
Jan 05, 2026 02:49د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې میلیونونه ماشومان په بحرانونو کې ژوند کوي چې ماشومتوب یې ترې اخیستی او له خپلو عمرونو پورته پېټي يې پر اوږو بار شوي دي.
-
مادورو او د هغه مېرمن به نن د دوشنبې په ورځ د نیویارک په فدرالي محکمه کې حاضر شي
Jan 05, 2026 02:26د امریکا د متحدو ایالتونو د نیویارک د جنوبي ناحیې د فدرالي محکمې یوه ویاند اعلان وکړ چې نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن به د ځايي وخت له مخې نن د دوشنبې په ورځ غرمه په فدرالي محکمه کې حاضر شي.
-
ایران له افغانستان سره د تېلو چاڼ برخه کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې
Jan 05, 2026 02:19په بلخ کې د ایران سرقونسل ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغان سوداګرو سره د تېلو د چاڼ په برخه کې همکاري وکړي.
-
جې شنکر: له افغانستان سره پراختیایي او بشري مرستو ته دوام ورکوو
Jan 03, 2026 11:13د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر ویلي، افغانستان دا مهال له سختو شرایطو سره مخ دی او اړتیا ده چې یو شمېر ستونزو ته يې جدي رسېدنه وشي.
-
مجاهد: د ښه ګاونډیتوب له مخې مو پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله
Jan 03, 2026 10:10د افغان طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې د ښه ګاونډیتوب د تګلارې له مخې یې له پاکستان سره د جګړې تمه نه لرله او ټینګار کوي چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده.
-
د کډوالۍ نړیوال سازمان: افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ کېږي
Dec 31, 2025 10:07د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او ایم) راپور ورکړی، چې افغانستان هر کال له پرلپسې طبیعي پېښو سره مخ کېږي.
-
مجاهد: تېر کال د بهرنیو اړیکو برخه کې مهم پرمختګونه شوي
Dec 31, 2025 09:51د افغان طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، چې په تېر زیږدیز کال افغانستان د ډیپلوماسۍ او له نړۍ سره د اړیکو په برخه کې مهم پرمختګونه کړي دي.
-
ایران د کاناډا سمندري ځواک ترهګریز اعلان کړ
Dec 31, 2025 07:41پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د کاناډا د حکومت د غیرقانوني پرېکړې په غبرګون کې اعلان وکړ چې د کاناډا سمندري ځواک د ایران د متقابل اقدام قانون لاندې راځي او د همدې قانون پر بنسټ، د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
-
ترکي ورځپاڼه: د ایراني سپوږمکیو توغول د ایران او روسیې د همکاریو د لا ژورتیا یو بل ګام دی
Dec 29, 2025 08:38پارسټوډې – یوې ترکي ورځپاڼې په خپل راپور کې د روسي سایوز توغندي په وسیله د ځمکني مدار ته د درې ایراني سپوږمکیو د توغولو په اړه لیکلي دي: دا اقدام د فضايي ټکنالوژۍ په برخه کې د تهران او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او ژورتیا یو روښانه نښه ده.
-
د ایران او افغانستان تر منځ د کلتوري اړیکو پر ټینګېدا او پراختیا ټینګار وشو
Dec 28, 2025 11:23په هغه ناسته کې ،چې د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رئیس او په جلال اباد کې د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل تر منځ وشوه دواړو لوریو د افغانستان او ایران تر منځ په دوه اړخیزه کلتوري اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.