-
پاکستان له افغان طالبانو سره پر خبرواترو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 10:37د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د لیندۍ پر ۲۲مه، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره تعامل او د «پاتې مسایلو» په تړاو خبرواترو ته ژمن دی.
-
ایرواني د افغان کډوالو په اړه له ایران سره د نړیوالې ټولنې پر مرستو ټینګار وکړ
Dec 13, 2024 09:20په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي په ایران کې د څه دپاسه شپږ میلیونو افغان کډوالو شتون ته په اشارې سره، په دې برخه کې له تهران سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ.
-
روسیې له تور لیسته د طالبانو ایستل تصویب کړل
Dec 11, 2024 10:44له اوږده ځنډ وروسته د روسیې د پارلمان یا دوما استازو جرګې پرون سې شنبې هغه لایحه تصویب کړه چې حکومت ته لاره هواروي چې د طالبانو نوم د ترهګرو ډلو له لیست څخه وباسي.
-
طالبان دې هغه وسله والې ډلې مهار کړي چې پاکستان ته ګواښ پېښوي
Dec 06, 2024 12:53د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي چې، اسلام اباد یو ځل بیا طالبان هڅوي چې د هغو «ترهګرو ډلو او بنسټونو» پر ضد ګام واخلي چې د پاکستان امنیت ته ګواښ پېښوي.
-
اروپايي ټولنې د طبي زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز وغانده
Dec 05, 2024 04:41اروپایي ټولنې پرون په یوه بیانیه کې د طالبانو دا پرېکړه چې په د طبي زدهکړو په مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.
-
طالبانو د کرنې په برخه کې د ایران له تجربو څخه د استفادې غوښتنه کړې ده
Dec 04, 2024 12:56د سرپرست حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال، د کرنې او اوبو لګولو په برخه کې د ایران له تجربو څخه د استفادې غوښتنه وکړه.
-
پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې پایلې لري
Dec 04, 2024 09:05د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولی، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
-
طالبانو په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه
Dec 03, 2024 03:54د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سهشنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انسټیټیوټونه بند شي.
-
په افغانستان او پاکستان کې د پولیو تر ۸۰ زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي
Dec 03, 2024 03:49د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۸۱ پېښې ثبت شوې دي.
-
د سوریې د پوځ او ترهګرو ډلو ترمنځ سختې نښتې اوس هم دوام لري
Nov 30, 2024 01:29د سحاب شبکې د خبر له مخې، د سوریې د پوځ او وسله والو ځواکونو عمومي قومانداني پرون په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د سوریې په حلب او ادلب ولایتونو کې وسله وال ځواکونه ځالې د النصره جبهې د ترهګرې ډلې له پراخو یرغلونو سره د مقابلې په حال کې دي.