طالبانو په روغتیايي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز ولګاوه
د طالبانو مشر امر کړی چې سر له نن (سهشنبې) څخه دې په افغانستان کې د نجونو ټول طبي انسټیټیوټونه بند شي.
د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده دا امر پرون (دوشنبې) د دوی د عامې روغتیا وزارت اعلان کړ.
په هغه غونډه کې، چې دا پرېکړه پکې اعلانېده، یوه طبي چارواکي ویلي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین بخت الرحمن شرافت د طبي انسټیټیوټونو ټول مشران وزارت ته وربللي وو او د خپل مشر نوی مکتوب یې ورته اعلان کړ.
دا پرېکړه یوازې څو ورځې وروسته لهدې اعلانېږي چې طالبانو په یوشمېر ولایتونو کې د ماشومانو د کلیوالي ټولګیو د بندېدو امر وکړ.
دا ټولګي، چې شمېر یې لسګونو زرو ته رسېږي، د یونېسف له لوري تمویلېږي.
په ټول افغانستان کې ۱۶۴ رسمي خصوصي او په کابل کې د غضنفر مرکزي انسټیټیوټ تر څنګ ۱۰ ولایتي دولتي انسټیټیوټونه پر کار بوخت وو.
ډاکتران وايي: په خصوصي انسټیټیوټونو کې ۶۰سلنه زدهکوونکې نجونې دي، ځکه چې هغوی په نورو برخو کې له زدهکړو محرومې شوې وې نو ټولو د نرسنګ، قابلهګۍ او غاښونو پهشان طبي زدهکړو ته مخه کړې وه.
دا پرېکړه په داسي وخت کې اعلان شوه چې په ګڼو طبي انسټیټیوټونو کې په نږدې ورځو کې د نجونو د سمسټر آزموینې پیلیدې.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګه منعه کړې، بیا یې د هغوی پر پوهنتوني زدهکړو هم بندیز ولګاوه.