پاکستان له افغان طالبانو سره پر خبرواترو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i155240-پاکستان_له_افغان_طالبانو_سره_پر_خبرواترو_ټینګار_وکړ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د لیندۍ پر ۲۲مه، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره تعامل او د «پاتې مسایلو» په تړاو خبرواترو ته ژمن دی.
(last modified 2024-12-13T06:10:15+00:00 )
Dec 13, 2024 10:37 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغان طالبانو سره پر خبرواترو ټینګار وکړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ د لیندۍ پر ۲۲مه، په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې هېواد یې له افغان طالبانو سره تعامل او د «پاتې مسایلو» په تړاو خبرواترو ته ژمن دی.

هغې ټینګار کړی چې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو ترمنځ وروستۍ لیدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره هڅې ښيي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې: «وروستۍ لیدنې د روانو مسايلو د حل لپاره خبرواترو ته د پاکستان لېوالتيا ښيي او همداراز د هغو مسایلو په ګډون چې پاکستان يې جدي اندېښمن کړی، د حل لارې موندنې لپاره یوه رغنده تګ‌لاره وړاندې کوي.»

په دې وروستیو کې د اسلام‌آباد لپاره د افغان طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي او ورته مهال په کابل کې د پاکستان سفیر د دغې ډلې د دفاع له وزیر ملا یعقوب سره خبرې‌اترې کړې دي.

د یادونې ده چې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړيکې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د حضور په اړه د اسلام‌آباد د اندېښنو له امله پيکه شوې وې.

ورته مهال، زهرا بلوچ یادونه کړې چې د افغانستان له اړخه د پاکستان امنیتي اندېښنې لا هم له افغان طالبانو سره د دغه هېواد په چلند کې یوه مهمه مسئله ده.