پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې پایلې لري
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو په داسې یوه هېواد کې پر طبي انسټیټوټونو بندیزونه لګولی، چې د میندو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
د دغه سازمان په خبره، د طالبانو دا پرېکړه د ښځو د روغتیا لپاره خطرناکې او ویجاړوونکې پایلې لري.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې ټولو طبي انسټیټوټونو ته دستور ورکړ، چې دغو مراکزو ته د نجونو د ورتلو مخه ونیسي.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون وویل: «زده کړې د بشر له اساسي حقونو ګڼل کېږي چې طالبان یې په پرلپسې توګه تر پښو لاندې کوي.»
د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې د ښځو پروړاندې د محدودیتونو ټول فرمانونه لغوه کړي.
دغه سازمان همداراز ټينګار وکړ، چې ښځې او نجونې باید له وېرې، ګواښ او محرومیت پرته وکولی شي له خپلو انساني حقونو ګټه واخلي.
روغتیایي پوهان خبرداری ورکوي، چې دغه محدودیتونه به د اوږدمهال لپاره د افغانستان د روغتیایي نظام لپاره ناوړه پایلې ولري.
د نجونو پروړاندې د ښوونځيو، پوهنتونونو او انسټیټوټونو د دروازې بندېدل په دې معنا دي، چې افغانستان به تر راتلونکو ۱۳ کلونو د طب په برخه کې ښځینه فارغانې و نه لري.
د نړیوال روغتیایي سازمان د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې په ورځ کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د هغو ناروغیو له امله ژوند له لاسه ورکوي، چې د درملنې وړ وي.