-
په افغانستان کښې د اسلامي تعاون د تنظيم په لا فعاله کردار د ايران تاکيد
Oct 19, 2021 13:04د ايران د بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د اسلامي تعاون د تنظيم له مشر يوسف العثيمن سره په ټيلفوني خبرو اترو کښې په قندوز او قندهار کښې په دوو جوماتونو کښې په نمونځګزارو په وحشيانه حملو کښې د داعش ترهه ګرې ډلې وروستيو ترهه ګريیزو او جنايتکارانه اقداماتو ته په اشارې سره د اسلامي تعاون د تنظيم د مشر او غړيو لخوا د دغو غېر انساني اقداماتو د غندنې غوښتنه وکړه.
-
په مشهد کښې د قندوز د جومات د شهيدانو ياد ونمانځل شو
Oct 15, 2021 01:12د مشهد مقدس په جامعه المصطفی کښې د افغانستان د قندوز د جمعې د نمانځه د شهيدانو د ياد مراسم ترسره شول.
-
په کابل کښې د ايران سفارت د قندوز د جومات ترهه ګريز اقدام وغندۀ
Oct 09, 2021 08:11په کابل کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د قندوز په جامع جومات کښې د ترهه ګريزې حملې په غندلو سره د دغې ترخې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه.
-
افغانانو د طالبانو په امنيتي کارکردګۍ نيوکه وکړه
Oct 09, 2021 07:48د افغانستان د قندوز ولايت د سيد آباد په جامع جومات کښې د جُعې د ورځې مرګونې ترهه ګريزې حملې د طالبانو په امنيتي کاکردګۍ د افغان ښاريزو نيوکې او اعتراضونه رابرسېره کړي دي.
-
په قندوز کښې خونړۍ چاودنه او د طالبانو ذمه واري
Oct 09, 2021 11:11پرون د جُمعې په ورځ په قندوز کښې په خونړۍ او ترهه ګريزه چاودنه کښې تقريباً سل تنه شهيدان او دوه سوه هم ژوبل شول. دغه چاودنه د قندوز ولايت په خان آباد سيمه کښې د شيعه مسلمانانو په جومات کښې رامنځته شوه چې ذمه واري يې داعش تکفيري ډلې په غاړه واخېسته.
-
اسلامي ایران له اټومي تړون ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني
Oct 01, 2021 00:44زمونږ خبریال وايي د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده ټینګار وکړ ایران له اټومي موافقې ورهاخوا هیڅ ژمنه نه مني .
-
نړیواله جنایي محکمه افغانستان کې د طالبانو او داعش لخوا د بشر ضد جرمونو څېړنه کوي
Sep 28, 2021 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی نړیوالې جنایي محکمې اعلان کړی چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ کال راهیسې د بشر ضد او جنګي جرمونو څېړنه له سره پیلوي.
-
په پاکستان کښې دوه ترهه ګر هلاک شولپه پاکستان کښې دوه ترهه ګر هلاک شول
Sep 15, 2021 07:33د پاکستان فوځ د ترهه ګرۍ په خلاف دوو عملياتو کښې په بلوچستان صوبه او په شمال وزيرستان ضلع کښې د ترهه ګرۍ په خلاف د دوو علمياتو د کاميابۍ خبر ورکړ.
-
د ایران او د عراق چارواکو د سیمې د حالاتو په هکله خبرې وکړې
Sep 13, 2021 00:51زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په تهران کښې کتنه او د دوه اړخیزه مسائیلو او د سیمې د وروستیو سیاسي او د امنیتي بدلونونو په هکله یې ورسره خبرې وکړې .
-
له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې خبرې یو ضرورت دی
Sep 10, 2021 08:18ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش له طالبانو سره د خبرو اترو د شرایطو د ساتلو لپاره له نړیوالې ټولنې د غوښتنې په ترڅ کښې خبرداری ورکړ باید د داسې اقتصاد چې د میلیونو خلکو د مړینې عامل کیدلی شي د دړې وړې کیدا مخه ونیسو .