سید عمار حیکم په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو غندنه کړې
Apr 30, 2022 09:04 Asia/Kabul
د عراق د ملي حکمت د بهیر مشر په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په غندنې سره وویل: د افغانستان د خلګو د ځان او مال د خوندیتوب مسئولیت د دې هیواد د حکومت په غاړه ده.
د عراق د ملی حکمت د بهیر مشر سید عمار حکیم په یوه بیانیه کې د اهل بیت (ع) په پیروانو باندې د ترهګریزو بریدونو په غندنې سره تاکید کړی چي مونږ یو ځلي بیا وایو چي د افغانستان د ټولو ښاریزو د خوندیتوب مسئولیت له مذهبی او توکمیز توپیر پرته په دغه هیواد کې واکمنې ادارې ته ورګرځي.
تېره ورځ په کابل کې د اهل تشیع په یو جومات کې په چاودنه کې په سلګونو لمونځ کوونکو ته مرګژوبله واوښته چي له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوه. په دې وروستیو کې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه په بې سارې توګه زیات شوي دي.
ټیګونه