د ايران سفارت د کابل پل خشتي جومات ترهه ګريزه پېښه وغندله
په افغانستان کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د کال د پل خشتي جومات ترهه ګريزه پېښه چې په نتيجه کښې يې يو شمېر روژتيان نمونځګزاري ژوبل شول وغندله.
د ۲۹۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کښې د طالب ډلې اقتدار ته د رسېدو له وخت نه د دغه هېواد مختلفې سيمې په خاصه توګه پائتخت کابل د ګڼ شمېر ترهه ګريزو چاودنو او حملو کتونکے ؤ او دے.
که څه هم د دغو زياترو ترهه ګريزو پېښو ذمه واري داعش ترهه ګرې ډلې په غاړه اخېستې ده خو طالبان د دغې تکفيري ډلې خطر ناڅه او ختم شوے بولي.
پرون هم په پل خشتي جومات کښې ماسپښين د نمونځګزار ترمېنځ يو بم وچاودۀ چې تراوسه يې د سرتاوانونو شمېر معلوم نه دےخو پکښې چارواکو د شپږو تنو زخمي کېدل تائيد کړي وو خو د تازه رارسېدلو راپوټونو له مخې د زخميانو شمېر ۲۴ تنه دے چې پکښې د ځينو حالت سخت بيان شوے دے.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې په کابل کښې د ايران سفارت په يوې بيانيه کښې د دغه ترهه ګريز اقدام په غندلو سره وويل له ترهه ګريزو رودو استفاده چې د افغانستان د ملت امنيت له ګواښ سره مخامخوي غندېدونکي دي. په دغه بيانيه کښې پل خشتي جومات د پېښې د ژوبلو کسانو د زر تر زره شفاء دعا شوې ده.
تر اوسه چې کس يا ډلې د دغې پېښې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.