-
د افغانستان په ولایت هرات کې د درې زره ټنو د ساتنې وړتیا لرونکې سړه خونه پرانیستل شوه
Sep 20, 2026 11:21د خونې جوړوونکی او هراتی پانګهوال، جمشید کمال، وایي، پر دې خونه یې، چې چارې یې په شپږو میاشتو کې پای ته رسېدلې، یو نیم میلیون ډالر لګولي دي. د هغه په وینا، دا خونه د درې زره ټنو، یا درې میلیونه کیلوګرامو، توکو د ساتنې وړتیا لري.
-
په پاکستان کې د ترهګر برید د قربانیانو شمېر ۳۱ کسانو ته لوړ شو
Sep 19, 2026 15:28په پاکستان کې د انتحاري برید د وژل شویو کسانو شمېر ۳۱ او د ټپیانو شمېر له ۱۰۰ څخه اوښتی دی.
-
طالبانو په پاکستان کې چاودنه وغندله
Sep 19, 2026 11:41طالبانو د پاکستان په خیبر پښتونخوا صوبه کې پر یو جومات د انتحاري برید غندنه کړې ده.
-
د پاکستان په ملتان کې د امام حسین (ع) کلنی کنفرانس ترسره شو
Sep 19, 2026 06:13د پاکستان د ملتان ښار په «بهاءالدین زکریا» پوهنتون کې د امام حسین (ع) کلنی کنفرانس د بېلابېلو اسلامي مذهبونو د پیروکارو په ګډون ترسره شوه.
-
په کوهاټ کې د پولیس لاین په غمیزې کې د شهیدانو شمیر۲۱ تنو ته رسیدلی
Sep 19, 2026 06:02د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر یا آئي جي ذوالفقار حمید ویلي چې د پولیسو زاړه لاین ترڅنګ د جامع جومات په خوا کې په دغې زوروې چاودنې کې چې له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د پولیسو له ودانۍ سره وجنګول شو . له چاودنې وروسته یوه بل ځانمرګي بریدګر د ځانګړې څانګې د ودانۍ ترڅنګ ځان ته چاودنه ورکړه، چې په نتیجې کې یې ۱۵ پولیس او ۶ عام وګړي شهیدان شول.
-
افغان طالبان د کړکېچ د کمولو لپاره ملګرتیا ته ګروهمن نه دي
Sep 19, 2026 05:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت له اسلاماباد سره دملګرتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره لازم چمتووالی نه لري.
-
د یمن شجاع ملت به یوازې له اوربند سره موافقه ونه کړي
Sep 19, 2026 05:35د یمن د انصار ا... دسیاسی دفتر یوه مسئول عبدا....النعمي وویل: مونږ چمتو یو،له هر هغه ائتلاف سره یوځای شو چې د مسجدالاقصی او فلسطین د دفاع په موخې سره جوړېږي. له بل هر چا زیات د یمن ولس او مبارزان د مقدساتو تر ټولو زیات احترام کوی ا و ددفاع لپاره ئې تیار دي.
-
نړۍ او درست ملتونه نور د امریکا په دروغجنو روایتونو نه غولېږي
Sep 19, 2026 05:29پارستودي – د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیکلي: نړۍ او درست ملتونه نور د امریکا په دروغجنو روایتونو نه غولېږي.
-
یمني ځواکونو د بابالمندب پر لور د الاغبرې د لوړو غرونو لړۍ ونیوله
Sep 19, 2026 05:20پارستودي – د یمن وسلهوالو ځواکونو د سره سمندرګي په ساحې کې، سټراټېژیک بابالمندب تنګي ته څېرمه، د لحج ولایت په «المضاربه» سیمې کې د «الأغبرة» غرونو لړۍ، چې له سعودي عربستان سرده اړونده ځواکونو سره ئې تړاو درلود، له هغوی آزاده کړه.
-
د ملګروملتو امنیت شورا دې پر ایټمي تاسیساتو برید جدي وګڼي
Sep 19, 2026 05:11پارستودي – په ویانا کې د ملګرو ملتو او نورو نړیوالو اورګانونو په مقر کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي سفیر او استازي، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د عمومي کنفرانس په اویایمې غونډې کې، د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس د سیف ګارډز تر څارنې لاندې پر ایټمي سایټونو او تاسیساتو د هر ډول برید یا د برید د ګواښ پر وړاندې د مقابلې غوښتنه وکړه.