-
امریکا اکواډور هیواد ته خپل پوځیان واستول
Dec 18, 2025 10:56ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا او د وینزویلا ترمینځ د تاوتریخوالو د زیاتیدا او دغه راز اکواډور هیواد ته د امریکا د پوځیانو د استولو د اعلان په اوج کښې د کاراکاس حکومت د ملګروملتونو د امنیت شورا د غړیو د غونډې د ترسره کولو غوښتنه وکړه.
-
امریکا په غزې کښې د ورانۍ د دوام لپاره تل اویو ته شین څراغ ښيي
Dec 18, 2025 08:26ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژيم د چارو کارپيژاند «علی الاعور» په غزې کښې اوربند ته د تل اویو د غاړه نه کیښودلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ د تاوتریخجنو اقداماتو د بندولو لپاره له نړیوالې غوښتنې سره سره امریکا په غزې کښې د ورانیو او د ټرورونو د دوام لپاره تل اویو ته شین څراغ ورکوي.
-
چین د وینزویلا هیواد ملاتړ ته وردانګلي دي
Dec 18, 2025 08:04زمونږ خبریال راپور راکړی د وینزویلا پرضد د امریکا د ولسمشر ټرامپ له خبرداري وروسته چین د وینزویلا ملاتړ ته راوتلی دی.
-
د افغانستان دښمنانو ملی وحدت په نښه کړی دی
Dec 18, 2025 02:40د افغانسان د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزیر ویلي چې «د اسلام دښمنان» هڅه کوي په افغانستان کې بېباوري او کورني اختلافات رامنځته کړي، او دا چې د نظام بقا یوازې د وحدت، اطاعت او بیعت له لارې ممکنه ده.
-
د افغانستان د طالبانو د حکومت د ناسمې تګلارې له امله ۲۰ میلیونه افغانان له پاکو اوبو بېبرخې دي
Dec 18, 2025 02:37یونیسف ادارې په یوه راپور کې وئيلي دي ، له دوه لکه دولس زرو زیات افغان ماشومان د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي .
-
د قرآن کریم د سپکاوي په غندنې کې د یمن د پوهنتوني ټولنې پراخ غبرګون وښود
Dec 18, 2025 02:32د یمن په لکونو خلکو د دې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د یوه پراخ پوهنتوني او محصلیني حرکت له لارې، د قرآن کریم پرلهپسې سپکاویو ته—چې د امریکا او صهیونیسټي وحشي وګړو له لورې ترسره شوي—خپله غوسه، کرکه او غیرت وښود او واټونو ته ووتل او دا اسلامضده کړنې ئې په کلکه وغندلې.
-
په نحف اشرف کې د حضرت فاطمة زهرا (س) د صحن او شبستان افتتاح
Dec 18, 2025 02:29په نجف اشرف کې د امیرالمؤمنین علي(ع) د سپېڅلي مرقد ترڅنګ د حضرت فاطمه زهرا(س) صحن او شبستان د چهارشنبې په ورځ د ایرانيو او عراقي و چارواکو په شتون کې پرانیستل شو. دا یوه ویاړمنه ودانۍ ده چې د ایراني–اسلامي معمارۍ له مخې جوړه شوې او د ایران د ملت د معنویت، تاریخ او تمدن د پیوستون ښکارندوی ده.
-
د وینزویلا دتیلو او خاورې په اړه د امریکا د مالکیت ادعا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Dec 18, 2025 02:25د وینزویلا حکومت د چهارشنبې په ورځ په یوه سختې لهجې اعلامیې کې د امریکا دکرغیړن ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ګواښونه، چې ویلي ئې دي د وینزویلا د طبیعي سرچینو د نیولو لپاره به سمندري کلابندي اجرا کړي ، یوه منلنډه، عجیبه منطق، غیرعقلاني او د نړیوالو حقوقو ښکاره خلاف ورزی وبلله.
-
امریکایي اسلامپوه: امام خامنهای وښودله چې د مقاومت جبهه له دینه ورآخوا ده
Dec 18, 2025 01:32پارسټودي – یوه امریکایي متفکر پروفیسور «حاج محمد لگنهاوزن» مقاومت یو نړیوال مسوولیت وباله.
-
اسلامی ایران به د خپلو یورانیمو بډایولو ته هماغه راز دوام ورکړي
Dec 18, 2025 01:22پارسټودي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له خپل سیال سره په لیدنې کې وویل: د ایران او روسیې اړیکې هره ورځ لا نږدې او ټینګې کېږي.