-
ایران وپېژنئ؛ د خراسان جنوبي ظرفیتونو معرفي کولو لپاره تر ټولو غوره رسنیز کمپاین
Nov 12, 2025 11:53پارس ټوډې - د"ایران جان" ملي حرکت د ایران په ختیځ کې د خراسان جنوبي ولایت د کلتوري، اقتصادي، معدني او ګرځندوی متنوع ظرفیتونو په تمرکز سره، د صدا او سیما سازمان د برونمرزي معاونیت راډیويي او ټلویزیوني شبکو د پاملرنې په مرکز کې ځای لري.
-
پاکستان ته د ایران د پارلماني پلاوی سفر؛ په سوله، امنیت او سیمه ییزه پراختیا ټینګار
Nov 12, 2025 09:46پارس ټوډې - د ایران د اسلامي شورا مرستیال مشر وویل: امریکا د سیمې هیوادونو ته اجازه نه ورکوي چې له یو بل سره دوستانه اړیکې ولري، خو که موږ پرمختګ او پراختیاغواړو، نو موږ به له یو بل سره د ښو اړیکو پرته بله چاره ونه لرو.
-
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران: امریکايي-اسرائیلي امنیت ضد شبکه له منځه یوړل شوه
Nov 12, 2025 09:29پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو اطلاعاتي سازمان د ایران دننه د امریکا او اسرائیلو د جاسوسي خدماتو په لارښوونه د یوې امنیتي ضد شبکې پېژندلو او له منځه وړلو خبر ورکړ.
-
غزه د وېش په درشل کې؛ سیاسي کړکېچ او د اوږدمهاله وېش ګواښ
Nov 12, 2025 09:20پارس ټوډې - د غزې جګړې پایته رسولو لپاره د امریکا د طرحې ځنډېدل او د هغې بل پړاو پلي کولو کړکېچ، د غزې لپاره خطرناکه لرلید مخې ته ږدي؛ هلته چې نښې نښانې د فلسطیني ځواکونو او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د دې سیمې عملي وېش ښيي.
-
د ایراني نجونو ځلېدل؛ په یوه کال کې د ۸۶۸ نړیوالو مډالونو ګټل
Nov 11, 2025 11:50پارس ټوډې - د ایران د ورزش او ځوانانو وزیر د ښځینه ورزش لاسته راوړنو سترو بریاوو ته په اشارې سره اعلان وکړ چې تېر کال په ښځینه برخه کې له ۳۰۷ څخه زیاتې نړیوال استول کېدنې ترسره شوي او ایرانۍ ورزشکارې نجونې په معتبرو نړیوالو پیښو کې د ۸۶۸ مډالونو په ګټلو بریالۍ شوې چې ۱۴۰ یې د سرو زرو دي.
-
لاریجاني: لویدیځ نړیوالې اړیکې په قدرت پورې تړلې دي
Nov 10, 2025 11:40پارس تودي- د ایران د ملي امنیت دعالي شورا منشي د "مونږ او لویدیځ؛ د حضرت آیت الله خامنه ای په افکارو او نظریاتو کې" نومې کنفرانس کې ټینګار وکړ: لویدیځ نړیوالې اړیکې په قدرت پورې تړلي دي.
-
خطیب زاده: د قانون پر بنسټ نظم څخه د زور پر بنسټ نظم ته تګ، د نړۍ راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی
Nov 10, 2025 02:30پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د پاګواش په نړیوالې ناستې کې د امریکا او صهیونیسټي رژیم سیاستونو له امله د بې ساري ګډوډۍ په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د نړیوال قانون کمزوري کول او د زور منطق پراخول، سیمهییز او نړیوال امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
-
عراقچي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچ دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړه
Nov 10, 2025 02:01پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ له خپل افغان سیال سره په ټلفوني اړیکه کې، د دوه اړخیزو همکاریو او د اسلام آباد او کابل ترمنځ وروستیو کړکېچونو په اړه خبرې وکړې.
-
په ایران کې د چین سفیر: د امریکا کړنې د تهران او بیجینګ ترمنځ د همکاریو مخه نه نیسي
Nov 10, 2025 01:53پارس ټوډې - په ایران کې د چین سفیر ویلي: د تهران او بیجینګ اړیکې د واشنګټن شیطنتونو له امله نه اغېزمن کېږي او په ځواک سره به خپل کار ته دوام ورکړو.
-
څو ټکي چې پاتریک کلاسون د ایران په اړه امریکایي سیاستوالو ته یادونه کوي
Nov 08, 2025 10:57پارس ټوډې - مشهور امریکایي اقتصادپوه او د لوېدیځې آسیا څېړونکی پاتریک کلاسون، په یوه مقاله کې امریکايي سیاستوالو ته د یو شمېر ټکو یادونه کوي.