ایران د کاناډا سمندري ځواک ترهګریز اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169054-ایران_د_کاناډا_سمندري_ځواک_ترهګریز_اعلان_کړ
پارس‌ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د کاناډا د حکومت د غیرقانوني پرېکړې په غبرګون کې اعلان وکړ چې د کاناډا سمندري ځواک د ایران د متقابل اقدام قانون لاندې راځي او د همدې قانون پر بنسټ، د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.
(last modified 2025-12-31T06:43:31+00:00 )
Dec 31, 2025 11:11 Asia/Kabul
  • ایران د کاناډا سمندري ځواک ترهګریز اعلان کړ

پارس‌ټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزارت، د کاناډا د حکومت د غیرقانوني پرېکړې په غبرګون کې اعلان وکړ چې د کاناډا سمندري ځواک د ایران د متقابل اقدام قانون لاندې راځي او د همدې قانون پر بنسټ، د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ۲۰۲۴ کال د جون په ۱۹مه د کاناډا د حکومت پرېکړې ته په اشارې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو یوې برخې باندې یې د ترهګرۍ ټاپه لګولې، ټینګار وکړ: له هغه ځایه چې د کاناډا حکومت د نړیوالو حقوقو د بنسټیزو اصولو خلاف، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو له رسمي ارکانو څخه دی، د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامل کړی، نو د ایران اسلامي جمهوریت د متقابل عمل د اصل پر بنسټ اقدام کړی دی.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د تهران دا اقدام د ۲۰۱۹ کال «د امریکا له‌خوا د ترهګر سازمان په توګه د سپاه پاسداران د اعلان پر وړاندې د متقابل اقدام قانون» د ۷مې مادې پر بنسټ دی؛ هغه قانون چې څرګندوي، هر هغه هېواد چې په هر ډول د امریکا له دې پرېکړې ملاتړ یا پیروي وکړي، د ایران د اسلامي جمهوریت د متقابلو اقداماتو تر پوښښ لاندې به راشي.

پر همدې اساس، د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کاناډا سمندري ځواک د یاد قانون له مادو سره سم، د متقابل اقدام په چوکاټ کې د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېږي.

د کاناډا حکومت په ۲۰۱۲ کال کې له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې او تېر کال یې هم د ایران ضد سیاستونو په دوام کې سپاه پاسداران د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامل کړ؛ هغه اقدام چې د ایران د اسلامي جمهوریت له رسمي غندنې سره مخ شو.