-
د امریکا له ولسمشر د پټو سندونو پلټنه کیږي
Jan 12, 2023 12:25زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د عدلیي وزارت د جوبایډن ادارې څخه د هغه موندل شویو محرم اسنادو په اړه پلټنه کوي چې له امله یې سپینه ماڼۍ شرمنده شوې.
-
لاتیني امریکا کښې د کودتا لپاره د امریکا د ارادې په هکله د ایومورالس خبرداری:-
Jan 12, 2023 12:00د بولیویا پخواني ولسمشر ایو مورالس د لاتیني امریکا په ځینو هیوادونو کښې د وروستیو بدلونونو په هکله باوري دی چې د امریکا امپریالیزم د ځوړتیا په حال کښې دی او په همدې دلیل یې تاوتریخوالي ته مخه کړي ده او د سیمې په هیوادونو کښې د کودتاګانو د ترسره کولو په حال کښې دی.
-
د اټومي تړون په وړاندې د امریکا دوه ګوڼه او ګډوډ کړچار:-
Jan 11, 2023 12:00د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس د جنورۍ د میاشتې په نهمه نیټه په یوه خبري کانفرنس کښې له اټومي تړونه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت یواړخیزه وتل په وروستیو کلونو کښې د واشنګټن د بهرني سیاست تر ټولو ستره سټراټيژیکه غلطۍ وبلله.
-
د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې دي
Jan 11, 2023 11:19زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بشري حقوقو د کمیټۍ سیکرټر کاظم غریب ابادي په دې خبرې سره چې د نړۍ دریمه برخه بندیان په امریکا کښې زندانیان دي وویل په امریکا کښې کابو درې لکه یو زر میرمنې په زندانونو کښې دي.
-
دښمنانان له ترکیبي جنګ او دسیسې سره سره ناکامه شول
Jan 11, 2023 09:35زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د ایران د خلکو پرضد د دښمانانو ترکیبي جنګ او دسیسو ته په اشارې سره وویل له ټولو فتنه ګریو سره سره ایران سرلوړی او دښمن ناکامه شو.
-
د امریکا د ولسمشر په دفتر کښې پټ سندونه موندل شوي
Jan 11, 2023 08:12ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل پخواني دفتر کښې د پټو سندونو په کشفیدا باندې د حیرانتیا په ښودلو سره ادعا وکړه چې زه د دغو پټو سندونو له محتوا بې خبره یم.
-
د ایران سټراتيژۍ له سیمې د امریکا د پوځيانو ایستل دي
Jan 11, 2023 07:32ایرنا خبري اژانس راپور ورکړ د ایران د وسله والو ځواکونو لوړرتبه ویاند برید جنرال ابوالفضل شکارچي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت تر ټولو مهمه سټراټيژۍ له مینځني ختیځ سیمې څخه د امریکا د پوځیانو ایستل دي.
-
کاناډا د اوکراین په جنګ کښې لاسوهنو ته دوام ورکړی
Jan 11, 2023 07:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا دفاع وزیرې «انیتا اناند» د اوکراین په جنګ کښې د خپل هیواد د لاسوهونکو سیاستونو په دوام کښې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د کي یف لپاره د امریکا د جوړو توغندیو د اخیستلو خبر ورکړ.
-
د امریکا د ولسمشر وینا د استعمارګرۍ پړاو ته بیرته ستنیدل دي
Jan 08, 2023 23:53زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته په اشارې سره چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکایانو شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل د بایډن وینا د استعمارګرۍ د پړاو کلتور ته یو ډول بیرته ستنیدل دي.
-
د امریکا ولسمشر د نړۍ د هیوادونو سپکاوی کړی
Jan 09, 2023 02:17زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکا شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل توکمپاله افکار د بشري حقوقو د مدعیانو په خبرو کښې اوج ته رسیدلي دي.