-
له خپلو ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا ته کلک او جدي هوډ لرو
Jun 07, 2023 00:52داپه داسې حال کې دي چې د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې پرون د ایران اسلامی جمهوریت د عربستان په ریاض کې له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jun 05, 2023 08:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په شپه د ترکیې د بهرنیو چارو له نوي وزیر هاکان فیدان سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته په دغه مقام د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ملګرتیاو په نوي دور کې دوام او پراختیا ومومي.
-
د ایران او د اروپا ترمینځ اغیزشیندونکي خبرې کیدلای شي
Jun 04, 2023 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل په اروپايي اتحادیې کښې د بیلجیم رول ته په پام سره هیله کولای شو د متقابل احترام په سیوري کښې د اروپايي لورو او د ایران د اسلامي جمهوریت په اجنډا کښې د هدفمنو او د اغیز شیندونکو خبرو اترو ټینګیدل شامل شي.
-
د بريکس غړي له ايران سره پياوړي اقتصادي اړيکو ته لېواله دي
Jun 03, 2023 08:50د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د بریکس اصلي غړي د بریکس د نوي اتحاد په چوکاټ کې د دوه اړخیزو همکاریو سربېره، د پیاوړو سوداګریز او اقتصادي اړیکو لرلو ته لېواله دي.
-
د تهران او واشنګټن ترمینځ په واسطوسره پيغامونه مبادله کیږي
May 31, 2023 01:51امیر عبداللهیان ووئيل، د ایران او عربستان داړیکو بیرته پیلیدا یوازې یوه تاکتیکي موافقه نه ده، ایران له سعودیانو سره دتجارتي او اقتصادي اړیکو دپراختیا په زمینې کې هم موافقې ته رسیدلي یوو.
-
د بندیزونو د ختمولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو
May 25, 2023 22:57ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ټینګار وکړ د ډيپلوماسۍ له لارې د بایکاټونو د لغو کولو لپاره خپلې دندې ته دوام ورکوو.
-
د سپاه پاسدارانو په اړه د سویډن د پارلمان اقدام د ترهګریزو عناصرو په هڅونې سره دی
May 12, 2023 01:32د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو په اړه د سویډن د پارلمان اقدام، د ایران د ملت پروړاندې د ترهګرو عناصرو په هڅونه وبلله او وویل: سپاه پاسداران په سیمه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ترټولو ستر رول لوبوي.
-
ماسکو کښې د ایران او سوریې د خارجه وزیرانو کتنه
May 10, 2023 08:17د ایران خارجه وزیر بیګا ماښام د سوریې په هکله د ماسکو په وړومبنۍ څلوراړخیزې غونډې کښې د ګډون په موخه د روسیې پلازمینې ته تلی دی.
-
د ایران د اوبو حق پر مراعاتولو د طالبانو بیاځلې ټینګار، له خبرو تر عمل پورې
May 09, 2023 11:45د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست«امیر خان متقي» د تهران او کابل ترمنځ د ملګرتیاوو د ډېرولو لپاره د خوښۍ په څرګندولو سره، یو ځل بیا د ایران د اوبو حق رعایتولو لپاره د طالبانو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
-
د ایران خارجه وزیر له جوزپ بورل سره ټیلیفوني خبرې وکړې
May 09, 2023 03:10امیر عبداللهیان: د ایران اسلامي جمهوریت تل د رغنده نوښتونو هرکلی کوي