له خپلو ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا ته کلک او جدي هوډ لرو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134034-له_خپلو_ګاونډیانو_سره_داړیکو_پراختیا_ته_کلک_او_جدي_هوډ_لرو
 داپه داسې حال کې دي چې  د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې  پرون د ایران  اسلامی جمهوریت  د عربستان په ریاض کې  له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.
(last modified 2023-06-07T06:15:38+00:00 )
Jun 07, 2023 00:52 Asia/Kabul
  • له خپلو ګاونډیانو سره داړیکو پراختیا ته کلک او جدي هوډ لرو

 داپه داسې حال کې دي چې  د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې  پرون د ایران  اسلامی جمهوریت  د عربستان په ریاض کې  له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.

د ایران د  اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  د ایران مخه نیونکی قدرت  د سیمې د تل پاتې سولې او امنیت تضمینونکی وبالۀ او هم ئې له ګاونډیانو سره  د دوستانه اړیکو د پراختیا او د رغنده شراکت  پر دوام ټينګار وکړ.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د  ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  پرون په دغه ټویټ کې لیکلی دي، اسلامی ایران  ددفاعي  او پوځي اقتدار له پیاوړتیا  سره په یووخت په بهرنیو اړیکو کې د عزتمنې ډييپلوماسۍ  دوام ، د یوه روښانه راتلونکي لپاره ښه ځیری  ګڼي .

هغه زیاته کړې ده ،  دایران مخه نیونکی قدرت  د سیمې د تل پاتې امنیت اوسولې تضمینونکی دی   او له ګاونډیانو سره به رغنده شراکت او د دوستانه اړیکو پراختیا  په جدیّت سره دوام ومومي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د تهران او ریاض د ډيپلوماټيکو اړیکو د پراختیا په دوام کې  پرون د ایران  اسلامی جمهوریت  د عربستان په ریاض کې  له اوو کلونو وروسته خپل سفارت په رسمي توګه بیرته پرانیست.

د ایران  اسلامی جمهوریت  او عربستان  د مارچ په لسمه نیټه  د چین په مینځګړیتوب سره   موافقه کړې  چې  له اوو کلونو وروسته  خپلې دوه اړخیزې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيلوي چې دا هم د سیمې  په ګټه  او هم د اسلامی نړۍ د یووالي او وحدت لپاره یو ښه او نیک ځیری دی.

د ایران او عربستان ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا  ته په پام  او له دغو اړیکو څخه په ویرې  سره د صهیونیسټ رژيم  رسندویو په زغرده وئیلي دي ،اسرائيل  په تیره بیا  د تهران او ریاض ترمینځ د اړیکو له بیرته پیلیدا وورسته او له متحده عربی اماراتو سره د ایران  په نزدیکیدا پسې   له ایران سره په مخامخیدا کې یوازې پاتې شوي دي.