-
د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله په غزه کې چاپېریالي او روغتیايي ناورین
Nov 15, 2025 08:33پارس ټوډې – د صهیونیسټي رژیم وحشي بریدونو له امله، د غزې په چاپېریالي او روغتیايي برخو کې بې سارې ناورین رامنځته شوی دی.
-
د انګلس پر سلطنتي کورنۍ د رسوايۍ سیوري زیاتېدل
Nov 15, 2025 08:08پارس ټوډې - د امریکايي شتمن او له نابالغه نجونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې شبکې مشر د جفری اپسټین سره تړلې جنسي رسوايي، یوځل بیا د انګلستان سلطنتي کورنۍ له بحران سره مخ کړې ده.
-
د امریکا ولسمشر ټرامپ په وینزویلا باندې د حملې لپاره د غور په حال کښې دی
Nov 15, 2025 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوې رسنۍ د ناپیژاندو چارواکو په قول ادعا وکړه ولسمشر ټرامپ په وینزویلا باندې د حملې لپاره د غور په حال کښې دی او د امریکا پوځیان د ولسمشر د حکم د ترلاسه کولو لپاره د ځانونو د چمتوکولو په حال کښې دي.
-
په پاکستان کې د وروستیو بریدونو ټول عاملان له افغانستانه راغلي
Nov 14, 2025 11:04د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دغه هېواد په ولسی جرګې کې پخپلې وینا کې ادعا وکړه چې د اسلاماباد او جنوبي وزیرستان د وروستیو ترهګرو بریدونو ټول عاملان د افغانستان ښاریز وو.
-
له پاکستان سره د افغانستان د تجارتی اړیکو دختمولو پرېکړه زمونږ په ګټه ده
Nov 14, 2025 09:05له افغانستان سره د تګ راتګ کمول، د دوهاړخیزې سوداګرۍ کمیدل او یا له پاکستانه د افغانستان په لور د ټرانزیټ کمېدل په پاکستان کې د هغې ترهګرۍ د ګواښ د کمېدو لامل کیدلی شي، چې ډېری ئې له افغانستانه سرچینه اخلي.
-
د چین او ایران ترمنځ د جامع ستراتیژیک شراکت لوړولو لپاره د بیجینګ چمتووالی
Nov 14, 2025 02:56پارس ټوډې - په بیجینګ کې د ایران سفیر د چین د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو مسایلو او د اړیکو لوړولو لارو چارو او د دوو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پنڅه پنځوسمې کلیزې پلان جوړولو په اړه خبرې وکړې.
-
ذبیح ا... مجاهد: له ایران سره د هیرمند اوبو حق تړون ته ژمن یو
Nov 14, 2025 02:50پارس ټوډې - د افغان طالبانو د حکومت ویاند وویل: له ایران سره د هیرمند اوبو حق تړون ته ژمن یو.
-
ایران په نړۍ کې تر ټولو ستر د خرما صادروونکی دی
Nov 14, 2025 02:42پارس ټوډې - د ایران د خرما ملي میز کاري ډلې غړي وویل: ایران په کال کې د یو نیم میلیون ټنو خرما تولید او له ۳۰۰ زرو هکټاره زیاتې کښت ساحې او ۴۳۰ زرو ټنو صادراتو سره، په نړۍ کې تر ټولو لوی د خرما صادروونکی دی.
-
پاکستان د افغانستان د بازار ۶۵سلنه برخه له لاسه ورکړې
Nov 13, 2025 02:06د تورخم لارې د یوې میاشتې تړل کېدو له امله د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادراتو او وارداتو ته شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالر او ۱۶.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې زیان رسېدلی دی.
-
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ
Nov 13, 2025 01:40د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د ټلفون له لارې غږېدلی او د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.