-
یو صهیونیستي خبریال وائي ؛نتانیاهو غافلګیر شوی دی
Jun 13, 2026 12:40پارس ټوډې – یوه صهیونیستي خبریال د ایران په اړه د احتمالي هوکړې په تړاو د ټرمپ او نتانیاهو ترمینځ ټیلیفوني خبرو ته اشاره کړې او وئیلي ئې دي نتن یاهو حک بک پاتې او غافلګیر شوی دی.
-
له صهیونیسټي رژیم سره مستقیمې خبرې د دښمن د غوښتنو د پوره کېدو په معنا دي
Jun 13, 2026 12:15پارس ټوډې - د لبنان په پارلیمان کې د وفادارۍ د حزب الله د فر کشن غړي حسن عزالدین ویلي چې د لبنان د حکومت او صهیونیسټي رژیم ترمینځ مستقیمې خبرې اترې د دښمن د شرایطو منل او د هغو د غوښتنو پوره کول دي.
-
ولې ټرمپ بیا هم هغې ستراتیژۍ ته ورګرځي چې څو ځله ناکامه شوې ده؟
Jun 12, 2026 06:05پارس ټوډې – د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند مات کړ. د امریکا نوې حملې د ایران دننه ځینې موخې، په ځانګړي ډول عمومی تاسیسات ئې ، په نښه کړل. دا بریدونه یوازې څو ورځې له دې وروسته ترسره شول چې د امریکا ولسمشر د احتمالي هوکړې د رانږدې کېدو خبره کړې وه.
-
له ایرانه افغانستان ته د څه باندې ۴۰۰ افغان بندیان لېږدول شوي
Jun 12, 2026 05:31افغانستان او ایران د بندیانو د سپارلو تړون لاسلیک کړی او د همدې هوکړې له مخې ایراني او افغان بندیان خپلو اړوندو هېوادونو ته سپارل کېږي.
-
هر ځای چې ایران لازمه وګڼي، په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
Jun 10, 2026 14:28پارس ټوډې- د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویندوي ووئيل؛ له امریکا سره د خبرو اترو د دوام بهیر ارزول کېږي، او هر ځای چې د ایران وسلهوال ځواکونه لازمه وګڼي، نو په قدرت او اقتدار سره به دښمن ته ځواب ورکړي
-
د رزمي لوبو سیالۍ؛ د ایران محصیلین د نړۍ د اتلولۍ تر بامه ورسیدل
Jun 10, 2026 12:48پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د آزادې غېږنیونې (فری سټایل کُشتۍ) ملي لوبډلې د برازیل د محصیلینو په نړیوالو رزمي سیالیو کې د ۷ سرو زرو،د ۲ سپینو زرو او د ۱ برونزو مډالونو په ګټلو سره په قدرت سره د اتلولۍ ځایګی خپل کړ.
-
په افغانستان کې ناامنۍ د بشري مرستو بهیر ګډوډ کړی دی
Jun 09, 2026 14:45د ملګروملتو په امنیت شورا کې د انګلستان استازي ویلي چې په افغانستان کې ناامنۍ د بشري مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.
-
د ایران او اسرائیلو د وروستۍ لنډمهاله ډغرې پیغامونه څه دي؟
Jun 09, 2026 12:52پارس ټوډې – بالاخره د اسرائیلي رژیم او ایران ترمینځ د جنګ نوی پړاؤ ، چې د دغه رژیم له خوا پر لبنان د پرلهپسې بریدونو په نتیجې کې رامینځته شوی، د یکشنبې په ورځ پیل پيل او پاي ته ورسید . که څه هم ددغه ډغره لنډمهاله وه، خو مهم پیغامونه ئې له ځان سره لرل.
-
په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله واله ډله نشته
Jun 08, 2026 06:26د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند د افغانستان په خاورې کې د بهرنیو وسلهوالو ډلو شتون او فعالیت یو ځل بیا رد کړ.
-
د نیواکي فلسطین د رامات ډیویډ هوايي ډګرپه توغندیو وویشتل شو
Jun 08, 2026 06:10پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو د عامه اړیکو دفتر په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ چې د نیواکي فلسطین رامات ډیویډ هوايي ډګر ئې د بالسټیک توغندیو په شیشت کې راوستی او لوخړې ئې ترې پورته کړي دي.