-
د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل دانتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده
Feb 21, 2020 09:28د رهبرۍ ستر مقام نن سهار د حضرت امام خمینی رح په امام بارګاه کې په شتون سره د دې خبرې په کولو سره چی انتخابات د هیواد د ملی ګټو تضمینونکی دي جوته کړه د انتخاباتو ورځ دملي جشن ورځ ده .
-
انتخابات،د ایران د ولسی قدرت او سیاسي مشارکت ننداره
Feb 20, 2020 08:35په تیرو یو څلویښت کلونو کې دانتخاباتو د ډګر پشمول په بیلابیلو قدرت جوړونکو ډګرونو کې دایران د ولس سیاسی شتون او ملګرتیا،که څه هم د وخت د حکومتونو په کړچار سره په تناسب کې د هغوي د سیاسی ګډون اندازه مختلفه ده،خو د ایران ولس د دښمنانود تبلیغاتي فضا جوړونو په وړاندې مغلوب نه شو او خپل رول ئې په ښه ډول ولوبوۀ او وې ښودله چې هماغه راز د ایران د قدرت تر ټولو مهمه مولفه ، په حساسو صحنو کې د دوي سیاسی شتون او ګډون دی .
-
د ایران د سلواغې د ۲۹ نیټې ځینې مطبوعات
Feb 18, 2020 09:10د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان ټینګار وکړ د امریکا جنایت ته د ایران سټراټیجیک ځواب به هله بشپړ شي چې وروستی امریکايي له لویدیځې آسیا څخه ووځي.
-
د سیمې د هیوادونو په وسیله د لویدیځي آسیا د امنیت د تامیندا ضرورت
Feb 16, 2020 08:25په سیمې کې د القاعدې او داعش له راپنځولو رانیولې نړیوالو ژمنتیاؤ او تړونونو ته د شاکولو او د نړۍد اقتصاد او تجارت په آزاد بهیرکې د بحرانونوتر جوړولو پورې په درستو بحرانونو او ترینګلتیاؤ کې د امریکا رول له زیات او څرګند دی .
-
د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی
Feb 15, 2020 12:41د رهبرۍ ستر مقام وفرمایل: د ایراني ولس زغم د نړیوالو څارونکو د حېرانتیا سبب شوی.
-
ایران د اونۍ په هینداره کې
Feb 15, 2020 12:17د ایران د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په ۴۱ کلیزې کې د ایران په میلیونونو خلکو په بیلا بیلو ښارونو کې په لاریون کی په شتون سره یو ځل بیا د انقلاب له ایډیالونو سره خپله ژمنه تازه او د امریکا په مشرۍ د نړیوال استکبار د دسیسو په وړاندې په مقاومت او دریدا ټینکار وکړ
-
مطبوعاتو ته کتنه
Feb 15, 2020 10:41د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې دتهران او د ځينو نړیوالو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،نو هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .
-
د حضرت فاطمه س زوکړه دې پرتاسو مبارک وي
Feb 15, 2020 01:10زمونږ خبریال وايي نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه (۱۵) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې شلمه (۲۰)نیټه ده
-
اسلامی هیوادونه دې له سیمې د امریکا د ویستلو لپاره سره متحد شي
Feb 14, 2020 11:40د اسلامی انقلاب د ساتندویه ځواک دغه لوړپوړي قوماندان په عین الاسد پوځي ترهه ګر مرکز د سپاه پاسدارانو دتوغندوي حملې له امله د امریکائی ترهه ګروپوځیانو د مغزې سقطې یا برین همبریج باندې د امریکایانو اعتراف ته په اشارې سره روښانه کړې ده،واشنګټن به په راتلونکي کې د خپلو هغو ترهه ګرو پوځیانو په هلاکت هم اعتراف وکړي،چې اوس مدعي دي ، چې اوس مدعي دي په مغزو کې ئې ګړ بړ راغلی دی .
-
د امریکاپه سناکې د ټرمپ د جنګي اختیاراتو د محدودیت د پریکړه لیک تصویبیدا
Feb 14, 2020 11:01ډونلډټرمپ چې ددغه پریکړه لیک سخت مخالف ؤ ، د مشرانو جرګې له قانون جوړونکي ئې غوښتي وو ،څو دغه پریکړه لیک ته منفي رایه ورکړي . ټرمپ دچارشنبې په ورځې پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي ، دمونږ د هیواد لپاره امنیت ډيره مهمه ده چې مشرانو جرګه د ایران په ضد دجنګ د اختیاراتو پریکړه لیک ته مثبته رایه ورنکړي . د ایران په موضوع کې زه ډير ښه عمل کوم او اوس دکمزورتیا نندارې ته د وړاندې کولو وخت نه دی .