-
د اسلامي انقلاب د مشر له نظره، له ترهه ګرۍ د لویدیځ ملاتړ او د غبرګولي د اته ویشتمې په انتخاباتو کې کامیابي
Jun 28, 2021 16:23د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه ای نن (دوشنبه) سهار د آیت الله بهشتي د شهادت د تلین او د قضائیه قوې په ورځ د دغه قوې له مشرانو سره په کتنه کې دوه مهمې مسالې بیان کړې.
-
د ایران نوی ولسمشر نن شپه په ټیلي ويژن باندې وینا کوي
Jun 25, 2021 12:48زمونږ خبریال وايي د ایران نوی منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په خپلې لومړنۍ ټیلي ويژني وینا کښې په مشهد کښې د حضرت امام رضا علیه السلام له سپیڅلي حرم څخه د ایران له خلکو سره خبرې کوي .
-
سپاهِ پاسداران په انتخاباتو کښې د ایراني ولس د ګډون قدرونه وکړه
Jun 20, 2021 07:27د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کښې د غبرګولي د ۲۸ په انتخابات کښې د ایران د ولس د حماسي ګډون په قدرونې او منتخب ولسمشر ته د مبارکۍ په ویلو سره له راتلونکي حکومت سره تعامل او ملګرتیا ته په خپل هراړخیز چمتووالي ټینګار وکړ.
-
د افغانستان د تبیان مرکز مشر په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون وستایه
Jun 20, 2021 07:23د افغانستان تبیان په نامه د ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او هم داشان د آوا خبري آژانس مشر په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشرۍ زوږناکې ټاکنې د دغه هیواد په تاریخ کښې د بدلانه یو بل پيچومی وباله
-
د پاکستان وزیراعظم هم د ایران منتخب ولسمشر ته مبارکي ورکړه
Jun 20, 2021 07:21د پاکستان وزیراعظم په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې د سید ابراهیم رئیسي د بریالیتوب مبارکي وړاندې کړې ده
-
د ایران په انتخاباتو کښې د رایو ورکولو وخت څلور ځله تمدید شو
Jun 19, 2021 03:54زمونږ خبریال وايي د ایران د انتخاباتو کمیټۍ تر نن سهار دوې (۲) بجې پورې د انتخاباتو د رایو د ورکولو لپاره وخت تمدید کړ .
-
لندن کښې منافقینو د ایران یوه میرمنه ژوبله کړه
Jun 19, 2021 05:48فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب ضد او منافقو عناصرو پرون د ایران یوه(۱) میرمنه چې د انګلستان په برمینګم سیمه کښې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره یې د رای د اچولو نیت درلود حمله وکړه او هغه یې سخته ژوبله کړه .
-
له هیواده بهر د انتخاباتو د نه ترسره کیدو خبرونه صحي نه دي
Jun 18, 2021 05:21د ایران د خارجه وزارت ویاند له هیواده بهر د انتخاباتو د نه ترسره کیدو په هکله پروپاګنډې ناسمې وبللې او ویې ویل: له دریو هیوادونو پرته په هغو ټولو هدف هیوادونو کښې چې ایرانیان په کښې موجود دي، د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره ضروري تابیاوې شوې دي.
-
په انتخاباتو کښې ګډون په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران قدرت زیاتوي
Jun 18, 2021 07:35د ایران د اسلامي جمهوریت دفاع وزیر ټینګار وکړ چې په ټولټاکنو کښې د خلکو برخه اخیستل په نړیوالو ډګرونو کښې د ایران طاقت او قدرت لازیاتوي.
-
د اسلامي انقلاب معظم رهبر خپله راې ورکړه
Jun 18, 2021 07:33حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د ووټنګ له پیلیدو څو منټه وروسته خپله راې صندوق ته واچوله