لندن کښې منافقینو د ایران یوه میرمنه ژوبله کړه
(last modified Sat, 19 Jun 2021 01:18:49 GMT )
Jun 19, 2021 05:48 Asia/Kabul
  • لندن کښې منافقینو د ایران یوه میرمنه ژوبله کړه

فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي انقلاب ضد او منافقو عناصرو پرون د ایران یوه(۱) میرمنه چې د انګلستان په برمینګم سیمه کښې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره یې د رای د اچولو نیت درلود حمله وکړه او هغه یې سخته ژوبله کړه .

په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر سید مهدي حسیني متین بیګا په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د دغه حملې د ویډیو په خپرولو سره وویل په پردیو پورې اړونده او ترهګرو مخینو سره د ډیموکراسۍ دروغجنو ادعا کونکو پرون ورځ د انګلستان په برمینګم ښار کښې یوه میرمنه چې یوازې د رایې اچولو لپاره چې د خپل برخلیک په ټاکلو  کښې د ګډون لپاره د هر وګړي ترټولو ابتدايي حق دی ورغلي وه په وحشیانه ډول ژوبله کړه .

په لندن کښې د ایران د اسلامي جمهوریت شارډز افیر وویل په بریتانیا کښې د ایران سفارت له رسمي لارو د دغه موضوع د تعقیبولو په حال کښې دی .

ویل کیږي چې د ایران دغه میرمنه سر ته ژوبله کړې شوي ده .

په بریتانیا کښې د ایران شارډز افیر سید مهدي حسیني  متین دغه راز په بل ټویټر پیغام کښې وویل د بي بي فارسۍ ټیلي ويژن په شیطنت او دروغو ویلو سره ادعا کوي چې په کنسولي برخه کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو صندوق د تړل کیدا په حال کښې دی خو هغه په لندن کښې دیره ټولو ایرانیانو ته وویل چې په کنزیکټون کوڅې کښې د ایران د سفارت کنسولي برخه تر شپې اخره پورې خلاصه وه او هلته د ایران  ښاریزو خپلې رایې واچولې .