د پاکستان وزیراعظم هم د ایران منتخب ولسمشر ته مبارکي ورکړه
Jun 20, 2021 07:21 Asia/Kabul
د پاکستان وزیراعظم په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې د سید ابراهیم رئیسي د بریالیتوب مبارکي وړاندې کړې ده
د پاکستان وزیراعظم په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې د سید ابراهیم رئیسي د بریالیتوب مبارکي وړاندې کړې ده
عمران خان د ایران په تیرو ولسمشریزو ټولټاکنو کښې د سید ابراهیم رئیسي له بریالیتوب وروسته په خپل ټویټر کښې ولیکل: د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په دیارلسم پړاؤ کښې د محترم ورور سید ابراهیم رئیسي د کامیابۍ مبارکي وایم.
د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه چې د دوستانه اړیکو د لازیاتې مضبوطیا، سیمه ایز امنیت او پرمختګ او غوړیدنې په لړ کښې له ښاغلي رئیسي سره د ملګرتیا هیله لري.
ټیګونه