-
جفری ساکس؛امریکا،اسرائيل او ترکیه د سورئې د ناکراریو عاملان دي
Dec 08, 2024 09:20پارس ټوډې – د امریکایو تکړه شناندي،د سورئې ناکراري د امریکا، اسرائيلو او ترکیې د ګډې پروژې یوه برخه وبلله.
-
د افغانستان او پاکستان حالات په تیرې اونۍ کې
Dec 07, 2024 09:49د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ...سره دخپل ملګري ... د پاکستان او افغانستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې دی، په پيل کې درته ددغو هیوادونو په تیرې اونۍکې د ځينو موردونو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیامو همرابولوو،دځينو پیښو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
-
په افغانستان کې یونیم میلیون وګړي معلول یا پرکوټ دي
Dec 04, 2024 01:13یوناما پرون سه شنبې ورځې د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې خبرتیا کې ویلي دي، په افغانستان کې د معلولیت اصلي لامل د جګړې پاتې شوني دي او ماشومان ګواښي.
-
د یمن او عراق ځواکونو د صهیونیسټي رژيم په ضد درې ګډ عملیات وکړل
Dec 04, 2024 02:40د یمن دپوځ ویندوي ووئیل، د یمن پوځ په تیرو دوو ورځو کې د عراق د اسلامی مقاومتي لوري په ملتیا سره د صهیونیستي رژیم په ضد در ې ګډ عملیات ترسره کړل.
-
د حماء په شاوخوا کې د سورئې دپوځ او ترهه ګرو ترمینځ شخړې روانې دي
Dec 04, 2024 02:37د سورئې سرچینو دسورئې په لویدیځ کې د حماء ښار په شاوخوا کې له تکفیری ترهه ګرو سره د سورئې دپوځ د سختو نښتو خبر ورکړی.
-
دالهی دینونو مشترکو بحثونو څخه معنویّت او عدالت ته توجه کیږي
Dec 02, 2024 11:00په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت دسفارت کلتوری سلایار،په ایران کې د مختلفو دینونو د پیروکارو ګډ سوله ایز ژوند ته په اشارې سره ووئيل، معنویّت او عدالت ته توجه ، د الهي دینونو دګډو بحثونو یوه برخه ده .
-
افغانستان او ترکیه د اقتصادی فعالیتونو لپاره ګډې کمیټئ جوړوي
Nov 29, 2024 10:39د افغانستان د تجارت او صنعت وزیر او د ترکیې تجارت وزیر او دغه راز د آذربایجان جمهوریت د اقتصادي چارو وزارت مرستیال سره کتنه او خبرې اترې کړي دي.
-
پاپ فرانسیس ته د ایران داسلامی ارتباطاتو اوکلتور د ادارې دمشر د تسلیّت پیغام
Nov 28, 2024 10:30پارس ټوډې – د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتور او اسلامی ارتباطاتو د ادارې مشر د نړۍ دکاتولیک مسیحیانو رهبر پاپ فرانسیس ته په یوه پیغام کې د واټیګان د دینونو د خبرواترو د اورګان د مشر پادري آیوسو ګیسو په مړینې پسې تسلیّت ووایۀ.
-
پاکستان یو ځل بیا دافغانستان له حدودو د ترهه ګرو داستفادې د دریدا غوښته وکړه
Nov 27, 2024 02:47د پاکستان د پوځ دعمومی اړیکو ادارې آئي ایس پي آر یوه اعلامیه خپره کړې او وئیلي ئې دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک پرون دافغانستان له حدودو د پاکستان خاورې ته د نفوذ لپاره د ترهه ګرو دیوې ډلې هڅه شنډه کړې ده. په دغې اعلامیې کې راغلي دي، د پاکستان شمالي وزیرستان په سرحدي سیمې کې د پاکستان په خاورې د سپيرو ګانونو د کیښودو لپاره د ترهه ګرو هڅه ناکامه شوې او د پاکستانیو پوځیانو په عملیاتو کې درې ترهه ګر هلاک شوي دي.
-
د پاکستان په پاراچنارکې په نښتو کې اتیا کسان قرباني شول
Nov 25, 2024 12:34په تیرې پنجشنبې ورځي د پاکستان د کورمې ضلعي په مندوریو ، اوچت او بګن سیمو کښې د طوري او د بنګښ قوم د شیعیانو په دوو سوو مسافری ګاډو چې له پاره چناره پیښور ته او دغه راز له پیښور څخه پاره چنار ته روان وو، وسلوالو ترهه ګرو له مخکې د پلان شوي پروګرام په اساس له دواړو خواؤ پر دغو مسافری ګاډو ناتار جوړ کړ او د شپږو میاشتو ،اتو میاشتو او یولسو میاشتو درو ماشومانو پشمول پنځه ماشومان او اوه میرمنو سره یوځاي کابو ۴۳ کسان شهیدان او دغه راز په لسګونو نور هم پکې ټپیان شول.