ایرانی زلمی د آسیا ترټولو ښه سوک وهونکی یا باکسر
پارس ټوډې- له ایرانه فرزان احمدی د ماشومانو د عمر په رده بندۍ کې د زاړۀ براعظم د ترټولو ښه سوک وهونکي یا باکسر په توګه وټاکل شو.
د آسیا د باکسنګ کنفډریشن د میلادي کال په وروستیو کې دترټولو ښو لوبغاړو،مربیانو او قاضیانو غوره کیدا چې د زاړۀ براعظم (آسیا) په سیالیو کې ئې ځلیدلي کړچارونه درلودلي دي ، په مختلفو برخو کې ئې غوره کړي دي .
پارس ټوډې راپور ورکړی، پر دې اساس،د ایران د راتلونکي جوړونکی او ښه سوک وهونکی فرزان احمدي د آسیا د ماشومانو هلکانو دترټولو ښه باکسر یا سوک وهونکي په توګه وټاکل شو.
احمدي څه موده مخکې د آسیا داتلوالۍ په سیالیو کې چې د متحده عربی اماراتو په کوربتوب سره ترسره شوې، په قدرت سره او خپلو ټولو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د ماشومانو په عمر کې د ۶۱کلو ګرام وزن په لوبو کې د سرو زرو م یډال ګټلی دی.
فرزان احمدي د آسیا د ماشومانو د لوبو د ترټولو ښه سوک وهونکي په توګه له ټاکل کیدا وروسته ووئیل، ډیر خوشال دی چې دغه ویاړ ئې د خپل هیواد لپاره له ځانه سره راوړی دی. د اتلوالۍ د لارې په پیل کې یم او غواړم لا زیات ویاړونه ترلاسه کړم.