-
د افغانستان سیاسی نظام ددرست ولس اساسی غوښتنه ده
Feb 20, 2021 09:15د افغانستان د خارجه وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې د سولې دخبرواترو د دوهم پړاؤ له پیلیدا سره په یووخت ، د افغانستان په مختلفو سیمو کې دطالبانو حملې اوبمي چاودنې ډيرې زیاتې شوي دي او حکومت ئې دلیل هم دخبرواترو پر میز د خپل دریځ دپياوړتیا او له حکومته دلازیاتې ونډې داخستو لپاره دطالبانو ډلې هڅه ګني .
-
په کابل کې درو چاودنو بیا د یوشمیر کسانو وینه وبهوله
Feb 20, 2021 08:44په همداوروستیو کې د افغانستان دکابل پشمول په زیاترو سیمو کې د افغان پوځيانو او طالبانوډلې دوسلوالو ترمینځ په اوڅاره توګه نښتې زیاتې شوي او وئيل کیږي ، چې ښائي دغه ترینګلتیاوې نوره هم زیاتې شي ، ځکه په دوحې کې د امریکا او طالبانوډلې ترمینځ شوي موافقې ناکامیدا او همداراز دبین الافغاني خبرواترو بندون ددرستو افغانانو هیلې پيکه کړي دي او دا امریکائي ترهه ګرپوځيان دي چې په خړو اوبو کې کبان نیسي او د افغان ولس وینه بهوي .
-
په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري
Feb 20, 2021 10:20د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .
-
افغانستان د روسیې د استازي څرګندونې د نه توجیه وړ وبللې
Feb 20, 2021 01:09شفقنا خبري اژانس وايي کابل د موقته حکومت د جوړولو په هکله د افغانستان په چارو کښې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څرګندونې ګډې وډې او د نه توجیه وړ وبللې .
-
د افغانستان په خبرو کښې د ګاونډیانو شتون اړین دی
Feb 19, 2021 11:00طلوع نیوز خبري اژانس وايي روسیې د افغانستان د سولې د دریدلیو خبرو اترو بریالیتوب په نوموړیو مذاکراتو کښې د ګاونډیو هیوادونو ګډون وباله .
-
په افغانستان کښې د طالب ډلې د پسرليزو عملياتو د امکان په اړه خبردارے
Feb 18, 2021 01:53په افغانستان کښې د امريکې او نېټو ځواکونو لوړرتبه قوماندان د دې په څرګندولو سره چې د طالب ډلې حملې زياتې شوې دي د دغې ډلې لخوا د پسرليزو عملتيا د شروع کېدو د امکان خبردارے ورکړ.
-
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب بیا بحث ناممکن دی
Feb 17, 2021 02:09د اسلامی ایران ولسمشر په دې په ټينګار سره چې د ګواښ ،دباؤ اوزور له لارې دمشکلاتو حل لټول ، د ایران د ولس په وړاندې یقینا یوه ماته خوړلي چاره ده ، وئيلي دي ، یوازې په متقابل احترام او عقلانیّت مشتملو لارو چارو سره پر مشکلاتو برلاسه کیدلی شي .
-
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان سولې په اړه د ناټو له موقف نه ملاتړ وکړ
Feb 17, 2021 13:53د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، د افغان سولې په اړه د ناټو د موقف او په دغه هیواد کې د شرایطو پر بنسټ یې له دریځ څخه ملاتړ کوي.
-
اسلامی ایران په سیمه ایز قدرت بدل شوی دی
Feb 17, 2021 03:03په ایران کې دغه تجروبه ، په ۱۹۷۹کال کې داسلامی انقلاب دبریالیتوب له وخت راهسې تر دې دمه تل د نړۍ د درستو خلکو لپاره یو الهي ،عقلي او عقلاني حجت دی څو پوهه شي ، په صحنې په شتون ، وحدت ،زیار ، مجاهدت ، سرښیندنې،ثبات او دعمل په دوام سره دخپل ملی قومي،دیني ،ملی او انساني ارزښتونو،خپلواکۍ،حاکمیّت،دطبیعيزیرمو،دخپلې آزادۍ ،عزت او شرافت د نیالګي ساتنه کیدلی او دغه راز په سیمې او نړۍ کې خپل مقام ساتلی شي .
-
امریکا رسما انصار ا...غورځنګ د ترهه ګرو له لیسټه وباسۀ
Feb 17, 2021 01:53د یمن دانصار ا ... غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام بیګا د امریکا دخارجه وزارت د اعلامیې په غبرګون کې وئيلي دي تیریګر باید خپلو حملو اودښمنیو له دوامه لاس واخلی ا و دیمن کلابندي دې ختمه کړي .