امریکا رسما انصار ا...غورځنګ د ترهه ګرو له لیسټه وباسۀ
د یمن دانصار ا ... غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام بیګا د امریکا دخارجه وزارت د اعلامیې په غبرګون کې وئيلي دي تیریګر باید خپلو حملو اودښمنیو له دوامه لاس واخلی ا و دیمن کلابندي دې ختمه کړي .
فارس خبری اژانس راپور ورکړ د امریکا دخزانې چارو وزارت پخپل انټرنیټي سایټ کې بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،د ۲۰۲۰کال د فرورۍ په شپاړسمه نیټه د امریکا خارجه وزارت دترهه ګرۍ په لیسټ کې د انصار ا... غورځنګ دنامې شاملول باطل کړي دي چې ددغه اقدام په نتیجې کې دیمن انصار ا...غورځنګ نور د ترهه ګرۍ دنړیوالو بندیزونو په مقرراتو کې نه راځي .
د امریکا خزانې وزارت ددغه اقدام داړخونو په باب لیکلي دي ، امریکایان له دې وروسته له انصار ا... سره د مبادلې د ترسره کولو لپاره هیڅ خنډ او مشکل نه لري، په دې شرط چې دغه مبادلات له هغو کسانو سره چې د بندیزونو په لیسټ کې نه وي ، یا هغه فعالیتونه چې په بل ډول ممنوع نهي ، نه شاملیږي .
د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډ پرایس په یوې اعلامیې کې وئیلي دي ، متحده ایالات دیمن له حوثبانو غواړي دمارب په لور دې خپل پرمختګ ودروي ، خپل درست پوځي عملیات دې ختم کړي او د خبرواترو میز ته دې کیښني .
له دې سره په یووخت د یمن دانصار ا ...غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام بیګا د امریکا دخارجه وزارت د اعلامیې په غبرګون کې وئيلي دي تیریګر باید خپلو حملو اودښمنیو له دوامه لاس واخلی ا و دیمن کلابندي دې ختمه کړي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې یمن درغنده او بریالي سیاسی اقدام او وروسته د بشپړ اور بند د ټینګیدا او د کلابندۍ دختمولو غوښتنه کوي ، په یمن کې ئې په مختلفو موافقو کې د سعودي له خوا پر کارړنګونو سختې نیوکې کړي دي .