-
ایران او پاکستان باید له خپل ظرفیت څخه استفاده وکړي
Oct 14, 2024 02:33ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران سفیر« رضا امیري مقدم» وویل تهران او اسلام اباد کولای شي له اورسیا سره د ختیځ د اتصال په دروازې بدل شي او له خپل دغه ظرفیت څخه د شانګهايي د غړیو هیوادونو ترمینځ له سرحدونو د ورهاخوا تعاملاتو د پراخولو لپاره استفاده وکړي.
-
ملګروملتو د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان دحکومت غوښته بیا رد کړه
Oct 12, 2024 08:30ملګروملتو په دغه نړیوال اورګان کې د افغانستان د رائ د حق د اعادې لپاره ددغه هیواد دنمایندګۍ غوښتنه رد کړې او په دې توګه افغانستان د یوه بل کال لپاره له دغه حقه محروم پاتې پاتیکیږي.
-
افغانستان د بل هیڅ هیواد په داخلی چاروکې ګوتې نه وهي
Oct 11, 2024 11:45د افغانستان د ریس الوزار سیاسی مرستیال ټينګار وکړ، د افغانستان حکومت له ګاونډیانو اونورو نړیوالو هیوادونو سره په ښو اړیکو پسې دی او د بل هیڅ یوه هیواد په کورنیو چارو کې ګوتې نه وهي.
-
د اسلامی نړۍ غوره استاد دې معرفي او د زده کونکو ټولنه دې جوړه شي
Oct 07, 2024 01:38پارس ټوډې- د ایران دا سلامی جمهوریت د ښونې او روزنې وزیر د اسلامی نړۍ د هیوادونو د تعلیمي، ساینسي او کلتوري ادارې(آیسسکو) عمومی مدیر سره په کتنې کې د اسلامی نړۍ د ترټولو غوره معلم د معرفي کولو او دزده کونکو د ټولنې د جوړولو وړاندیز وکړ.
-
د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د ایران د ولسمشر وینا ته کتنه
Sep 24, 2024 14:11د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ملګرو ملتونو د اهدافو د پیاوړتیا په غونډه کې د راتلونکي تړون په هکله د ایران د نظر څرګندونه وکړه.
-
پاکستان کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غونډه پیل شوه
Sep 12, 2024 10:06ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د حکومت په کوربه توب د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د تجارت د وزیرانو درویشتمې غونډې د ایران د صنعت، تجارت او د معدن د وزیر په شمول د غړیو هیوادونو د پلاویو په ګډون سره په اسلام اباد کښې خپل کار پیل کړ.
-
په ملی وفاق حکومت باندې بشپړ باؤر؛د ایران د پارلیمان نوي حکومت ته پیغام
Aug 24, 2024 09:41پارس ټوډې – د ایران د اسلامی شورا استازو د ایران د اسلامی جمهوریت د څوارلسم ح کومت د وړاندیزي وزیرانو د صلاحیّتونو او پروګرامونو له پنځو ورځنیو بحثونو اوارزونو وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان ټولو نولسو وړاندیزي وزیرانو ته د اعتماد او باؤر راي ورکړه.
-
د جدې غونډه او د اسلامی هیوادونو تعریف شوې دنده
Aug 07, 2024 13:50د صهیونسټ رژیم اقداماتو ته د ځواب ویلو لپاره د ایران او مقاومت د تیاري په درشل کې د اسلامي ملګرتیا سازمان په جدې کې بیړنۍ غونډه جوړه کړې ده.
-
ایران په سیمې کې د سولې او امنیت لپاره هرډول ملګرتیا ته تیار دی
Jul 20, 2024 10:23په ملګروملتو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دایمی استازي ووئيل، ایران په سیمې کې د سولې او امنیت د دودولو او له فوري چیلنجونو سره دمقابلې لپاره د ملګروملتو او شانګهائي ملګرتیا موسیسې په چوکاټ کې د ملګرتیا لپاره تیار دی.
-
په غزې کې انساني وضعیّت تر خطرناک حده رسیدلی دی
Jul 16, 2024 11:46د اروپائي اتحادئې دب هرني سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل پرون ناوخته د اردن له خارجه وزیر ایمن صفدي سره په ګډ خبری کنفرانس کې په غزې تړانګې کې د پراخو کنډوالو او د نه زغمونکي انساني وضعیّت او ډيرو زیاتو تاوانونو په باب په افسوس کولو سره ووئیل، د غزې دعامو خلکو لپاره دغمیزې لمن دکنټرول له حده وتلې او د زغم وړ نه ده.