له افغانستان سره د روسیې د اړیکو پیاوړتیا ته هیله مند یم
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وائي چې هیله مند دی، د طالبانو په حاکمیّت سره له افغانستان سره د روسیې اړیکې پراختیا ومومي.
زمونږ خبریالب د صدای افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړی، دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون ناوخته خبریالانو سره په خبرو کې وئيلي دي ، په افغانستان کې پیچلی بدلونونه روان دی ، مونږ هیله مند یوو چې له افغانستان سره د خپلې اړیکې پیاوړي کړئ شو.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې ده ، مونږ پر دغه واقعیّت سترګې نه شو پټولی چې د هیواد وضعیّت په تثبیتیدا دی ، مونږ د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره په دوو اړخیزو اړیکو بوخت یوو او دغه اړیکې به لازیاتې پراخې شي.
په همداوروستیو کې د روسیې د ملی امنیت د شورا منشي سرګئ شویګو په مشرۍ د روسیې یو لوړروتبه پلاوی افغانستان ته په سفر تللی . د افغانستان چارواکي وائي ، د روسیې پلاوي وئیلی دي چې په نزدې راتلونکي کې به د طالبانو ډلې نامه د روسیې د ترهه ګرو ډلو له لیسټه وباسي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د خارجه وزارت ځینو مسئولانو په زغرده وئیلي دي ، د روسیې د ملی امنیت د شورا د منشي سرګئ شویګو په مشرۍ کابل ته دروسی پلاوي سفر ډير مهم سیاسی پرمختګ کړی دی او ډیر زر به ئې نتیجې رابرسیره شي.