ملګری ملتونه د اسرائيلو د تیریو په دریدا کې ناکام شوي دي
(last modified Mon, 11 Nov 2024 08:58:53 GMT )
Nov 11, 2024 13:28 Asia/Kabul
  •  ملګری ملتونه د اسرائيلو د تیریو په دریدا کې ناکام شوي دي

د پاکستان خارجه وزیر  او مرستیال صدراعظم د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې  د خارجه وزیرانو په ګډې ناستې کې په ایران او له نیواکي فلسطین سره په ګاونډیو هیوادونو باندې د صهیونیسټي رژيم  دتیریګریو په محکومیّت سره  ووئيل، د ملګروملتو امنیت شورا د تش په نامه ګریټ اسرائيلو د پلان د پرمخ بیولو لپاره د صهیونیسټي رژیم ددغو تیریو او جنایتونو  په درولو کې ناکامه پاټې شوی دی.

ایرناخبری آژانس د پاکستان د خارجه وزارت د ویندوئې ددفتر له قوله راپور ورکړ، د پاکستان خارجه وزیر سناتور  اسحاق ډار په ریاض کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې او د عربی اتحادئې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په ګډې بیړنئ ناستې کې پخپلې وینا کې ووئيل، داسرائيلو د جنایتونو یوازې محکومول به کافی نه وي ، او مونږ باید  همدااوس  د فلسطین د ولس  د حقوقو  او د دوی لپاره دعدالت د غوښتې  ددفاع لپاره  د خپلې قانوني او  اخلاقي دندې د ترسره کولو لپاره  اقدام وکړو.

 هغه ووئيل، د اسلامی امت ټول نظر  اوس د مونږ په دغې ناستې پورې دي ، مونږ باید  نه لړزانه  سیاسیی اراده او بشپړ وحدت او یووالي نندارې ته وړاندې کړو او په موجوده وضعیّت د اغیزشیندونکي ارزونې لپاره مشخص ګامونه پورته کړو.

اسحاق ډار دپه ایران، سورئې اولبنان باندې د صهیونیسټي دښمن د تیریو  په محکومولو  سره ووئيل؛ د اسرائيلو نیواکګر عسکرو جنګ له نیواکي ټاټوبو  ورآخوا پراخ کړی اود تش په نامه ګریټ اسرائيلو د پلان د پرمخ بیولو لپاره ئې له فلسطینه ورآخو ا هیوادونو  د حاکمیّت  باندې په بې پروائۍ سره  تیري کړي دي.

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر  ټينګار کړی دی چې هیواد ئې له خپلو فلسطینیو خوئيندو او وروڼو له حقوقو څخه دفاع، او د قدس شریف په پلازمینې له ۱۹۶۷کال څخه د مخکې پولو په اساس د یوه تل پاتې او خپلواکه فلسطیني هیواد تر جوړیدا پورې به دخپل هیواد ملاتړ ته دوام ورکړي.