-
کرار او باثباته افغانستان د سيمې د ترقۍ لپاره ضروري دے
Jun 09, 2018 14:29د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر له افغان ولسمشر سره په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې تهران تل په دغه هېواد کښې د صلحې او ثبات ملاتړے دے وويل: امن او ثبات لرونکے افغانستان د سيمې د امنيت او ترقۍ لپاره ضروري دے.
-
په خپلو ژمنو د برجام د نورو خواو په پابندۍ د ګوټرېش غوښتنه
May 09, 2018 00:36د ملګرو ملتو مشر له برجام څخه د امريکې له وتلو او د بائيکاټونو له بيا ستنولو څخه د سختې اندېښنې په څرګندولو سره د دغې موافقې له نورو خواو وغوښتل چې تر برجام لاندې په خپلو ژمنو او وعدو دې بشپړه پابند پاتې شي.
-
هند د چین د پروژې له ملاتړ ډډه وکړه
Apr 26, 2018 02:16زمونږ خبریال وایی هندوستان پرون دچین په پلازمینې بیجینګ کښې د شانګهای دملګرتیا موسسې(Shanghai Cooperation Organisation) دخارجه وزیرانو په کانفرنس کښې دچین دیوه کمربند او د یوې لارې(One Belt One Road Initiative) د پروژې له ملاتړ کولو ډډه وکړه .
-
چین دافغانستان په بیا رغاونې کې رغنده رول لوبولو ته تیار دی
Dec 02, 2017 09:39لی کی چیانګ زیاته کړې ، د اقتصادی اوتجارتی موضوعګانو په باب دچین او افغانستان دملګرتیاپراختیا باثباته او کرارې فضا ته اړتیا لری .
-
شانګهای موسسه دې دافغانانو په مشرۍدسولې له بهیره ملاتړ وکړی
Oct 12, 2017 04:00دافغانستان د خارجه وزارت ویندوی شکیب مستغنی وئیلی دی ، دافغانانو په مشرۍ د سولې له بهیره ملاتړ، دشانګهائی دملګرتیا موسسې له تماس ډلې د دغه هیواد دحکومت یوه اساسی غوښتنه ده .
-
چین د درې اړخیزه غونډې لپاره چمتو شوی .
Jun 10, 2017 02:14ایرنا خبری اژانس وایی د چین ولسمشر شی جین پینګ پرون په استانه کښې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې هیواد یې د پاکستان، چین او د افغانستان د درې اړخیزه غونډې دترسره کولو لپاره چمتو دی وویل افغانستان له نړیوالې ترهګرۍ سره په لومړۍ کرښې کښې ولاړ دی او له ترهګرۍ سره د مبارزې او دهغې د له مینځه وړلو لپاره باید ډیرې نړیوالې اوسیمې ایزې هڅې او غږملتیاوې وشی .
-
دشانګهایی د ملګرتیا موسسې غونډه پاې ته ورسیدله .
Jun 10, 2017 01:59ایرنا خبری اژانس وایی د شانګهایی د ملګرتیا موسسې دمشرانو اولسمه(۱۷) غونډه چې د غړیو هیوادونو د لوړتبه چارواکو په ګډون سره دقزاقستان په پلازمینې استانه کښې پیل شوی وه پرون مازیګر ختمه شوه .
-
افغان ولسمشر د چین له ولسمشر سره وکتل
Jun 09, 2017 11:58افغان ولسمشر محمد اشرف غنی نن له غرمې مخکې د چین د ولسی جمهوریت جمهور رئیس شی جین پینګ سره وکتل.
-
په قزاقستان کښې د شانګهائی د ملګرتیا غونډه شروع شوه
Jun 09, 2017 10:16د قزاقستان جمهوریت په پائېتخت آستانه کښې د شانګهائی د ملګرتیا د تنظیم سرمشریزه غونډه شروع شوې ده.
-
دګوادر او چابهار بندرونو ترمینځ دې سړک اوریل پټلۍ جوړې شي
Jan 30, 2017 15:19په پاکستان کې دایران سفیر مهدي هنر دوست هم په دغې کتنې کې وویل دچابهار اوګوادر بندورونوپه نسبت دایران نظر هم هماغه دی چې دپاکستان چارواکي ئې لري . هغه په دې خبرې په ټينګار سره چې دوه ګاونډي هیوادونه باید دهراړخیزو اړیکو پهتیره بیا دتجارتي اواقتصادي ملګرتیاؤ په زمینې کې دپراختیا لپاره وخت ضایع نه کړي