-
د اسلامي انقلاب مشر د اسرائیلو د شریانونو په غوڅیدا ټینګار وکړ
Jan 23, 2024 10:27زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: اسلامي هیوادونه د صهیونیسټ رژيم د حیاتي شریانونو په غوڅولو سره له صهیونیسټ رژيم سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې غوڅې کړي.
-
اسرائیل باید په سوریې باندې تیري بند کړي
Jan 23, 2024 09:55زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر «حسین امیر عبداللهیان» د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو له استازي »ګیر پډرسون» سره په کتنه کښې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا د خلاف ورزۍ او د صهیونیسټ رژیم د تیریو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې په اقدام ټینګار وکړ.
-
اسرائیلو په غزې تړانګه کښې ماتي خوړلي ده
Jan 23, 2024 09:06زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو «هاارتص» ورځپاڼې ولیکل له کابو څلور میاشتې جنګ وروسته په غزې تړانګه کښې د فلسطین د حماس غورځنګ د ځمکې لاندې ټونلونو د له مینځه وړلو لپاره د اسرائیلو رژيم د پوځ هڅې له ماتي سره مخامخ شوي دي.
-
په نړیواله سویه له صهیونیسټ وحشي رژیم څخه د ملاتړ ډیر کمیدل:-
Jan 22, 2024 11:31د مورنینګ کانسلټ(morning consult) موسسې د نوي نظر سنجې پایلې ښودنه کوي چې د غزې له جنګ وروسته له صهیونیسټ رژیم څخه نړیوال ملاتړ په اوڅاره توګه کم شوی دی.
-
لوېدیځه آسیا په تېره اونۍ کې
Jan 21, 2024 10:55د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لوېدیځې آسیا په تېره اونۍ کې د اونیز پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. تېره اونۍ د غزې بدلونونه په لوېدیځه آسیا کې تر ټولو مهمې پېښې دي.
-
اسلامي ایران به د اسرائیلو جنایتونو ته ځواب ورکړي
Jan 21, 2024 00:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د اسلامي ایران د پینځو سرلوړو پوځي سلاکارانو له ټرور وروسته ټينګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت به د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته ځواب ورکړي.
-
له داعش ډلې سره د اسرائیلو اړیکې معلومې دي
Jan 21, 2024 02:28فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني »د دمشق په «المره» هستوګنه سیمې باندې حملې کښې د صهیونیسټ رژیم د پرون سهار تیریګر او جنایتکارانه اقدام چې د ایران د پینځو پوځي سلاکارانو او د سوریې د یوشمیر ځايي ځواکونو د شهادت سبب شو په کلکه وغاند.
-
نړیواله ټولنه د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو اقدام وکړي
Jan 21, 2024 01:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرې باندې ټینګار سره چې په دمشق کښې په یوې سیمې باندې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم وحشیانه تیري او د فلسطین په نیواکي سیمو کښې نسل کشۍ د اسرائیلو جنایتکارانه ماهیت ثابتوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغو جنایتونو او د وژلو د بندولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
-
سختې سزاګانې د اسرائیلو رژیم په انتظار دي
Jan 21, 2024 01:10زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي شورا مشر «محمد باقر قالیباف» په سوریې کښې د ایران د پوځي سلاکارانو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژی نویو جنایتونو ته په غبرګون کښې دغه رژيم ته خبرداری ورکړ سختې سزاګانې به د دغه غاصب رژیم په انتظار وي.
-
پر یمن باندې د هرډول برید ځواب ورکوو
Jan 19, 2024 03:15د المیادین شبکې د راپور له مخې، د یمن د ملي نجات د حکومت د عالي سیاسي شورا منشي یاسر الحوری د پنجشنبې په ورځ وویل: د فلسطین په ملاتړ په دغه هېواد کې جنګ، انساني دی او هر هغه څوک چې پر یمن حمله وکړي، د بشریت ضد دی او د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.»