-
امریکا د اسرائیلو د رژیم ملاتړي ده
Oct 19, 2023 07:33زمونږ خبریال راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر« رضا امیري مقدم» له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کښې په امنیت شورا کښې د امریکا سیاسي ویټو د بشري حقوقو او د نړیوالو قوانینو په مناسبې اجرا کښې د ملګروملتونو ناکارندوالی وباله.
-
د امریکا لخوا د پریکړه لیک ویټو کول توجیه نلري
Oct 19, 2023 07:21ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د چین سفیر «ژانګ جون» د امریکا لخوا د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د بندولو په هکله د امنیت شورا د پریکړه لیک ویټو کول د ناتوجیه وړ وباله.
-
په غزه کې پر معمداني روغتون بمباري د صهیونیسټي رژیم په تور تاریخ کې د عطف ټکی دی
Oct 18, 2023 14:05د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د صهیونیسټي رژیم له لوري په غزه کې پر معمداني روغتون د بمبارۍ په غندلو او د غزې مظلومو او بې دفاع خلکو او ټولو فلسطینیانو او اسلامي امت ته د تسلیت په وړاندې کولو سره وویل: نن سبا له صهیونیسټي رژیم څخه نفرت د ټولو خلکو، مختلف باورونو او کسانو په منځ کې خپل اوج ته رسېدلی دی.
-
د غزې په خلاف د صهیونیسټي رژیم د وژلو د ماشین اصلي هولوکاسټ
Oct 18, 2023 12:29صهیونیسټي رژیم تېره شپه په یوه بې ساري جنایت کې د غزې په تړانګه کې د المعمداني روغتون په یو ټني بم سره په نښه کړ، چې له امله یې څه دپاسه زر تنه شهیدان او په سلګونه ټپیان شول چې زیاتره یې ماشومان او ښځې دي.
-
د فلسطین پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله ادم زاهد او مولانا عابد حسین شاکري څه نظرونه لري؟
Oct 18, 2023 12:23د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو د اسرائیلو وحشي او ظالم رژیم د فلسطین د مظلومو خلکو پرضد جنایتونو ته دوام ورکړی مونږ په دې هکله د نړیوالو مسائیلو د کارپوه ادم زاهد او د تکړه عالم دین مولانا عابدحسین شاکري نظرونه پوښتلي دي چې اوس یې درته په ګردي میز کښې وړاندې کوو.
-
د افغانستان طالبانو د غزې تړانګې په روغتون د اسرائیلو بمبارۍ په کلکه وغندله نور جزیات دلته لرو
Oct 18, 2023 11:09زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د صهیونيستي ځواکونو له خوا د غزې پر يو ملکي روغتون بمباري په سختو ټکو غندلې، او دغه کړنه يې د انسانیت په وړاندې ستر وحشت او جنايت بللی.
-
د غزې پر روغتون د صهيونیسټي رژيم د حملې نړيواله غندنه
Oct 18, 2023 10:17د پاکستان لومړي وزیر انوارالحق کاکړ د غزې په تړانګه کې پر المعمداني روغتون د صهیونیسټي رژیم برید او د سلګونه بې دفاع ملکي وګړو شهادت په کلکه غندلی دی.
-
خبریال وژونکی صهیونیسټي رژیم باید د ۱۵ خبریالانو د شهادت په تړاو ځواب ویونکی وي
Oct 18, 2023 09:37د ایران د کلتور او اسلامي لارښود وزیر وویل: په غزه کې تراوسه ۱۵ خبریالان شهیدان شوي دي چې باید د اسلامي هېوادونو په تعقیب سره، صهیونیسټي خبریان وژونکی رژیم ه دې برخه کې حساب ورکړي.
-
د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو او ظلمونو په تړاو څومره خبر یاست؟ ځانګړې مرکه واورئ
Oct 18, 2023 08:47د صهیونیسټي رژیم له لوري پر فلسطینیانو د جنایتونو او ظلمونو په تړاو د ننګرهار د حج او اوقافو له پخواني مشر ښاغلي مولوي محمد داوود مجاهد سره زموږ د همکار عطاءا... خوګیاڼي ځانګړې مرکه دلته اورېدلئ شئ.
-
امريکا د المعمداني روغتون د جنايت مسئوله ده
Oct 18, 2023 08:26د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په المعمداني روغتون کې د ملکیانو وژل کېدل، د صهیونیسټي دښمن د شرمناکه ناکامۍ څرګندونه وبلله او ویل: امریکایان چې له صهیونیسټي دښمن سره بې حده مرستې کوي، د المعمداني روغتون د جنایت مسئول دي.