-
ولې موږ په نړیوال «صمود» سمندري کاروان سره غزې ته روان یوو؟
Sep 08, 2025 10:40«جارد ساکس» او «زوکیسوا وانر»، لیکوالان او کلتوري فعالان چې د کیپټاون اوسیدونکي دي، په الجزیره کې په یوه یادداشت کې چې سرلیک یې دی: «ولې موږ په نړیوال «صمود» سمندري کاروان سره غزې ته روان یو؟» لیکلي: موږ د هیلې ساتلو لپاره دا سمندري سفر کوو. د امید له لاسه ورکول په دې معنا دي چې د غزې له خلکو ناامیده شو او هغوی یو شیطاني رژیم ته تسلیم کړو.
-
اسلامي حکومتونه دې د الصمود کشتیو کاروان امنیت خوندي کړي
Sep 08, 2025 02:43د جماعت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او په پاکستان کې د غزې د ژغورنې د ولسی خوځښت مشر، مشتاق احمد خان، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای له تیونس بندر څخه د نړیوال الصمود کشتیو(چې کابو اویا مرستندویه کشتۍ او نړیوال فعالان لري او غزې ته روان دي) سره یوځای شوی، د پاکستان حکومت ته په یوه پیغام کې وویل چې دکشتیو د دغه مرستندویه کاروان امنیت خوندي کول او د صهیونیسټي رژیم د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو د پلي کیدو مخنیوی باید د پاکستان حکومت او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو له خوا تضمین شي.
-
د ؛محفل قرآنی؛ پروګرام غړي د پاکستان د کال د تر ټولو لوي جشن میلمانه
Sep 08, 2025 01:44د «محفل» قرآني پروګرام مشهور قاضیان، لکه حامد شاکرنژاد، حسنین الحلو او سید جلال معصومي، د پاکستان تر ټولو لوی او مهم کلني جشن ته بلل شوي.
-
د ایټالیا د ملی لوبډلې روزونکی؛په غزې کې د عامو وګړو وژلې زما زړه ماتوي؛ آخر ولې دومره ظلم
Sep 08, 2025 01:30پارسټوډي - د ایټالیا د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي یا کوچ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د مقدماتي پړاوونو په سیالیو کې له صهيونيستي رژیم سره د مقابلې په اړه غبرګون وښود او دا ئې بدچانسي وبلله.
-
امیر حاتمي: ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د لوېدیځ او ناټو د ټکنالوژۍ له جوهر سره وجنګېد
Sep 07, 2025 13:03پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان وویل: ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې په ترڅ کې د لوېدیځ او ناټو د ټکنالوژۍ له جوهر سره وجنګېد.
-
په غزې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو په خاطر په زرګونو اروپایان سړکونو ته راووتل
Sep 07, 2025 09:00پارس ټوډې - په لویو اروپایي ښارونو کې زرګونه فلسطیني ملاتړي سړکونو ته راووتل ترڅو په غزې باندې د اسراییلو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړي، هغوي دا کار "نسل وژنه" وبلله.
-
د ګوګل د تحریم نړیوال کمپاین؛ هغه شرکت چې لاسونه یې د ایرانیانو په وینو ککړ دي
Sep 06, 2025 09:22پارس ټوډی - په تېرو دوو ورځو (پنجشنبه او جمعې) کې په مجازي فضا کې د بهرنیو کاروونکو له لوري د ګوګل د تحریم غوښتنې زیاتې شوې دي.
-
د الجزایر ولسمشر د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ
Sep 06, 2025 01:52پارس ټوډې - د الجزایر ولسمشر یو ځل بیا د ۱۹۶۷ کال د سرحدونو پر بنسټ د فلسطین د خپلواک دولت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
-
حماس: د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر څرګندونې د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده
Sep 06, 2025 01:50پارس ټوډې - د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د صهیونیسټي رژیم د جنګ د وزیر وروستیو څرګندونو ته، چې د غزې پر ښار د بریدونو د پراخولو خبره یې کړې، غبرګون وښود او دا یې «د نړیوالو قوانینو او انساني اصولو پر وړاندې بې مخینې ننګونه» او «د فلسطینیانو د نسلوژنې لپاره د جنایتکارانه نیتونو ښکاره اعتراف» وباله.
-
ملگرو ملتو د غزې لپاره د سرپناه ځاي پر سمدستي اړتیا ټینګار وکړ
Sep 05, 2025 09:24آنروا د غزې تړانګې د کلابندۍ، چې د اسرائیلو له خوا د بشري مرستو د واریدیدا مخه نیسي، د ختمولو غوښتنه تکرار کړې ده .