-
د قدس ورځ پرصهیونیسټي جنایتونو د مسلمانانواعتراض
Apr 12, 2023 01:46د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مشر همداراز د قدس دنړیوالې ورځې رانزدیکیدا ته په اشارې سره ووئيل، په دغې لوئې ورځې باید دنړۍ مسلمانان د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د خپل اعتراض چغه پورته کړي او قدس او اقصی جومات باید داسلامی نړۍ د وحدت او یووالي چورلیز شي.
-
د ایران پوځ له هرډول ګواښ سره مقابلې ته تیار دی
Apr 12, 2023 01:33د ایران د پوځ مرستیال غږملونکي همداراز د ایران د پوځ ماموریّتونو ته په اشارې سره ووئيل، د اسلامی ایران پوځ په پوځي حوزې کې پر غوره رول لوبونې سربیره ، په ناببره پيښو کې دمرسته رسونې او په ټولنیزو ډګرونو کې بشپړ فعالیتونه کوي.
-
لبنان او فلسطین دې په یووالي سره د دښمنانو دسیسې شنډې کړي
Apr 11, 2023 04:24د ایران د رهبري خبرګانو شورا د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د لبنان او فلسطین ولسونه او سیاسي بهیرونه دې په وحدت او یوموټي توب او په هوښیارۍ سره د دښمنانو دسیسې ناکامې کړي.
-
د صهیونزم د ټوټې کیدو باور د اسلامي انقلاب ارزښتناکه لاسته راوړنه ده
Apr 11, 2023 04:21د ایران د اسلامي ارشاد او کلتور وزیر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي تعلیماتو ټولو ته له صهیونزم نه په خالي نړۍ کښې د اوسیدو باور ورکړی دی.
-
افغانستان د فلسطین د مظلوم ملت ملاتړ کوي
Apr 10, 2023 02:58زمونږ خبریال راپور راکړی افغانستان د یوه اسلامي هیواد په توګه تل د فلسطین د مظلوم ملت د ملاتړ لپاره د قدس د نړیوالې ورځې هرکلی کړی دی.
-
د قدر د لومړۍ شپې ځانګړی مطلب(د روژې ۱۹مه شپه)
Apr 09, 2023 09:05د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د قدر شپو په مناسبت له ننني (ځانګړې) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. نن شپه د روژې د مبارکې میاشتې د قدر له شپو څخه لومړۍ شپه ده.
-
په تل ابیب کې صهیونیسټ ضد عملیات به دوام ومومي
Apr 08, 2023 04:01د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ په اعلامیې کې راغلي دي ،دغه ډول عملیات د فلسطین په ولس او مقدساتو د نیواکګرو د حملو او جنایتونو په ځواب کې روا عملیات دي او هماغه راز به دوام ومومي .ز
-
د قدس دنړیوالې ورځې په لاریون کې دې خلک پراخ ګډون وکړي
Apr 08, 2023 01:46غزې تړانګې له تیرو شپو ورځو راهسې یو ځل بیا د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم د بې آمانه هوائي او توپونو له حملو سره مخ ده او په مقابل کې ، دمقاومت ځواکونو هم دغزې تړانې په شاوخوا کې پر صهیونیسټ میشته ښارګوټو دتوغندیو ناتار جوړ کړی دی او له صهیونیسټي جنګي الوتکو سره ئې هم مقابله کړې ده .
-
موجوده حالاتو کې د اسلامی هیوادونوهمپالنه د ورځې ضرورت دی
Apr 08, 2023 01:05د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دترکیې انډونیشیا، قزافستان او یوشمیر نورو هیوادونو له ولسمشرانو سره په ټيلیفوني تماس کې جوته کړه، د وحشي صهیونیستي رژيم له جنایتونو سره د مقابلې لپاره د اسلامی هیوادونو لازیاته همپالنه او غږملتیا یو جدي او اساسی ضرورت دی.
-
د وري په ۲۵ نیټه د قدس ورځې لاریونونه ترسره کیږي
Apr 05, 2023 01:17ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د قدس د نړیوالې ورځې او د انتفاضې د کمیټۍ مشر برید جنرال رمضان شریف وویل « فلسطین د اسلامي نړۍ د وحدت چورلیز او قدس د ازادۍ په درشل »کښې د روان کال د قدس د نړیوالې ورځې د اصلي شعار په توګه انتخاب شوی دی.