-
هرات کې د ټاپي پروژې چارې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي
Jan 27, 2026 02:49د هرات سیمهییز چارواکي وایي چې د ټاپي پروژې د ګاز نللیکې د غځولو لپاره په دې ولایت کې ۹۱ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی.
-
د ملګرو ملتونو مرستیالې د طالبانو بهرنیو او کورنیو چارو وزیرانو سره لیدلي
Jan 25, 2026 10:21د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي او سولې چارو مرستیالې، چې پرون کابل ته تللې وه، د سرپرست حکومت د بهرنیو او او کورنیو چارو وزیرانو په ګډون له یو شمېر چارواکو لیدنه او خبرې اترې وکړې.
-
د سالنګ لویه لاره په پنځمه ورځ هم د سختې واورې ورېدنې امله تړلې پاتې ده
Jan 25, 2026 09:14د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند وايي، د سالنګ لویه لار د واورې د ډېر ضخامت او د واورې ښوېدنې له امله لا هم تړلې پاتې ده.
-
په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې ښوونځي ته له تلو محرومې دي
Jan 25, 2026 08:56د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو زده کړو محرومې دي.
-
اروپايي ټولنې له افغانستان سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته وکړه
Jan 23, 2026 08:52اروپایي ټولنې په افغانستان کې د ښځو د اقتصادي پياوړتیا د پروګرام لپاره د ۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان کړی دی.
-
روسيې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
Jan 23, 2026 08:50په روسيې کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس له استازي الکساندر شکیراندو او د افغان–روسي سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي دي.
-
کندهار کې د کور د چت نړېدو پېښه کې ۶ ماشومانو ژوند بایللی
Jan 23, 2026 07:43د کندهار د ډنډ ولسوالۍ «کرز» سیمه کې د استوګنې د یوې خونې چت لوېدو له امله شپږ ماشومانو ژوند بایللی.
-
طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي
Jan 19, 2026 12:18د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.
-
د لوېدیځ جنایتونو ته بیاکتنه | د بګرام زندان؛ د امریکا لهخوا د بشري حقونو د نقض بېلګه
Jan 19, 2026 11:42پارسټوډې – د بګرام زندان په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته، د امریکايي ځواکونو لهخوا د افغانانو د توقیف په مهمو مرکزونو بدل شو.
-
په تېرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
Jan 19, 2026 10:09پاکستان وايي، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه، چې د افغان کډوالو د ایستلو (ستنېدو) درېیم پړاو پیل شوی، تر اوسه له ۲ لکه ۷۵ زره څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.