روسيې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169870-روسيې_په_افغانستان_کې_پانګونې_ته_لېوالتیا_ښودلې
په روسيې کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس له استازي الکساندر شکیراندو او د افغان–روسي سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي دي.
(last modified 2026-01-23T07:52:08+00:00 )
Jan 23, 2026 12:20 Asia/Kabul
  • روسيې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

په روسيې کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د روسیې د سوداګرۍ خونې د رییس له استازي الکساندر شکیراندو او د افغان–روسي سوداګرۍ شورا له رییس دیمیتري انتونوف سره کتلي دي.

روسیې کې د افغانستان سفارت ویلي چې په دې کتنه کې روسي لوري په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.

دغه راز دې کتنه کې د افغانستان سفیر د امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه معلومات شریک کړي او د افغاني محصولاتو د وارداتو او بازارموندنې د پراخولو غوښتنه یې کړې ده.