طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169738-طالبان_د_کوچنیانو_لپاره_دولتي_روزنتونونه_پرانیستل_شوي
د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.
(last modified 2026-01-19T11:24:14+00:00 )
Jan 19, 2026 15:48 Asia/Kabul
  • طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي

د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.

د دې وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې تراوسه پورې دا ډول ۶۰ دولتي روزنتونونه په ټول افغانستان کې فعال شوي چې شاوخوا ۱۰ زره نجونو او هلکانو ته پکې په جلاتوګه ښوونه او روزنه ورکول کېږي.

هغه وویل، د دې کار هدف دادی چې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د یوشمیرخصوصي روزنتونونو چارواکي د یکشنبې په ورځ وویل چې طالب چارواکو په شفاهي ډول ورته ویلي چې خپل روزنتونونه وتړي.