-
شهبازشریف: ترهګرې ډلې له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه کوي
Sep 27, 2025 02:23د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې، د افغان طالبانو حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې مؤثر اقدامات ترسره کړي.
-
په ملګرو ملتونو کې د افغان نجونو پر تعلیم د بندیزونو پر لرې کولو ټینګار وشو
Sep 27, 2025 02:12د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په یوه ناسته کې ټینګار وشو چې د طالبانو حکومت باید د نجونو پر زده کړو لګېدلی بندیز لرې کړي.
-
د روغتیانړیوال سازمان: په افغانستان کې د ملاریا پیښې زیاتې شوې دي
Sep 24, 2025 02:28د روغتیا نړیوال سازمان وايي په وروستیو کې په دې هېواد کې د ملاریا ناروغي زیاته شوې ده.
-
یونیسف یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي پرانیزي
Sep 24, 2025 02:21د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) یو ځل بیا د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
-
هر کال په افغانستان کې تر ۴۰ زره زیات ناروغان د زړه د ناروغیو له امله مري
Sep 23, 2025 02:42د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په افغانستان کې هر کال تر ۴۰ زره زیات خلک د زړه او رګونو د ناروغیو له امله مري.
-
د الوتکې په شاتني څرخ کې د پټ شوي افغان تنکي زلمي خطرناک سفر
Sep 23, 2025 02:32د رسنیو په حواله یو ۱۳ کلن هلک د کام ایر هوايي شرکت د یوې الوتکې په شاتني څرخ «څرخڅاه» کې پټ شوی او له کابل څخه تر ډيلي پورې یې سفر کړی دی.
-
کابلوف: په بګرام کې د امریکا پوځي حضور به ویجاړوونکې پایلې ولري
Sep 23, 2025 02:26د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پر افغانستان د امریکا احتمالي برید لرې بللی، ځکه په خبره یې د دې ګام پایلې به د واشنګټن لپاره خورا ویجاړوونکې وي.
-
د پوځي بودیجې کمول او په داخلي مسایلو تمرکز؛ د اکثرو امریکایانو غوښتنه
Sep 23, 2025 02:14پارس ټوډې - د یوې نوې سروې پایلې ښيي چې د امریکا اکثریت وګړي غواړي چې د متحده ایالاتو رول په نړیوالو چارو کې کم شي.
-
ټرمپ: که بګرام امریکا ته ونه سپارل شي، بدې پېښې به رامنځته شي
Sep 21, 2025 02:30د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ یو وار بیا له افغان طالبانو وغوښتل چې د بګرام هوایي اډه امریکا ته وسپاري. ټرمپ خبرداری ورکړی: «که افغانستان د بګرام هوایي اډه هغو ته چې دا اډه یې جوړه کړې (یعنې متحدو ایالتونو ) بېرته ور نه کړي، نو بدې پېښې به رامنځته شي.»
-
هرات کې کډوالو ته د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت لنډمهاله هستوګنځایونه جوړ شوي
Sep 21, 2025 02:26د هرات ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اسلامقلعه بندر کې د هغو افغان کډوالو لپاره، چې له ایران څخه راستانه شوي، د ۷۰ میلیون افغانیو په لګښت نوي استوګنځایونه جوړ شوي دي.