-
د چین، پاکستان او طالبانو ترمنځ درې اړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي
Aug 19, 2025 10:21ځینې پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د اسلاماباد، بېجینګ او افغان طالبانو ترمنځ درېاړخیزه غونډه سبا په کابل کې جوړېږي.
-
ننګرهارکې لسګونه روږدې کسان راټول او د درملنې په موخه کابل ته واستول شول
Aug 19, 2025 10:12پارس ټوډې - د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، د امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې ادارې کارکوونکو د جلال اباد ښار له بیلابیلو سیموڅخه ۱۱۲ تنه پر نشه یي روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه په پلازمینه کابل کې امید روغتون ته واستول.
-
د افغان سرې میاشتې ټولنه د راستنېدونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ
Aug 18, 2025 02:59د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي چې د دې ټولنې عمومي رییس د نړیوال فدراسیون د آسیا-پاسیفیک سیمې له مشر او په افغانستان کې د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون له مشر سره په یوه آنلاین غونډه کې د راستنېدونکو او اړمنو کورنیو د وضعیت د ښه کولو لپاره د نړیوالو مرستو پر زیاتولو ټینګار وکړ.
-
ایران د مزارشریف د ترهګر جنایت د اړخونو د روښانه کیدا غوښتنه وکړه
Aug 08, 2025 00:54ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د د افغانستان په مزار شریف کښې د ایران په کنسولګرۍ باندې د برید د اوویشتمې کلیزې په مناسبت د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه ترهګر جنایت د اړخونو په روښانه کولو او د هغه د عاملانو او د حکم ورکونکو په پيژندلو ټینګار وکړ.
-
په خوست او پکتیا کې د قطر کاري ویزو د نوملیکنې بهیر د فساد او ګڼېګوڼې له امله ودرېد
Aug 01, 2025 09:18د افغان رسندویو له راپور سره سم د خوست او پکتیا ځايي سرچینې وايي چې قطر ته د کاري ویزو د ثبت بهیر د پراخې ګڼېګوڼې او فساد له کبله درول شوی دی. سرچینو خبر ورکړی چې دا بهیر دوه ورځې مخکې پیل شوی و.
-
دطالبان مشر په قندهار کې له میرویس روغتون نه لیدنه وکړه
Jul 15, 2025 02:56دطالبان مشر په قندهار کې له میرویس روغتون نه لیدنه وکړه
-
د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام به روغتیایي برخه له ګواښ سره مخ کړي
Jul 11, 2025 01:57کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا ویلي، هر ماشوم د زدهکړو حق لري او هرې نجلۍ ته باید په ځانګړې توګه په روغتیایي برخو کې د زده کړو زمینه برابره شي. هغه افغانستان کې پر نجونو د ښوونیز بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې.
-
ایران په ۳ میاشتو کې افغانستان ته د ۵۱۰ مېلیونه ډالرو صادرات کړي
Jul 11, 2025 01:52تهران ټایمز راپور ورکړی، چې د روان ۱۴۰۴زېږدیز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د ایران اسلامي جمهوریت د ۵۲۰مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته د بېلابېلو توکو صادارت کړي دي.
-
مسکو به له سرپرست حکومت سره همکاریو ته دوام ورکوي
Jul 11, 2025 01:45د روسیې بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي چې سرپرست حکومت د سیمې د امنیت تامین په ځانګړې توګه له نشه يي توکو او ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مهم رول لري او له همدې امله مسکو به افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
-
د طالبانو نوی لارښود به د رسنیو او خبریالانو ترمنځ وېره او سانسور نور هم پراخ کړي
Jul 11, 2025 01:30یوناما پر هغه نوې لارښود اندېښنه ښودلې چې د طالبانو حکومت رسنیو ته ورکړی دی. په دې تازه لارښود کې، طالبانو رسنیو ته امر کړی چې سیاسي بحثونه او د دغو بحثونو د مېلمنو نوملړ باید له خپرېدو مخکې د طالبانو له خوا تایید شي.