-
په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله ۵۲ کسان مړه او ۷۶ نور ټپیان شوي
Dec 19, 2024 13:59د کابل ـ کندهار پر لویه لار د دوو خونړیو ترافیکي پېښو له امله، دوه پنځوس کسانو خپل ژوند بایللی او شپږ اویا نور هم ټپیان شوي دي.
-
تر لس میلیونو زیات افغانان په کډوالۍ کې ژوند کوي
Dec 18, 2024 12:03نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسېږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هېوادونو په سر کې دی، چې یو زیات شمېر وګړي یې له هېواده بهر د کډوالۍ شپې ورځې تیروي.
-
په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر د کابل په پرتله زیات دی
Dec 18, 2024 11:34د ایران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشهیار ويلي چې د دې هېواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم، په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او په یو ډول ویل کېدلای شي چې نن د کابل په پرتله، په تهران کې د افغان زده کړیالانو شمېر زیات دی.
-
په راتلونکي میلادي کال کې ۲۲.۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
Dec 18, 2024 11:13د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا ویلي چې په راتلونکي ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
د پيښور د اې پي ایس د زده کونکو د وژلې غمیزه به د پاکستان ولس هیڅکله هم هیره نه کړي
Dec 16, 2024 09:26نن د پاکستان په پیښور ښار کې په آرمي پبلک سکول کې د بوږنونکي جنایت له لسمې کلیزې سره په یووخت ده چې دغه غمیزه د ۲۰۱۴کال ددسمبر په شپاړسمه نیټه شوې وه. چې کابو ۱۴۰ زده کونکي پکې شهیدان شوي وو.
-
داعش تکفیری ډلې په پاراچنار کې د شیعیانو په ضد د حملو دزیاتولوخبرداری ورکړ
Dec 15, 2024 03:39داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې ددغې ډلې له درستو پلویانو غوښتي دي څو د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په کورمې ضلعې دې شیعیان ټارګټ کړي.
-
د افغانستان د طالبانو د مشرانو تر مینځ هیڅ اختلافات نشته
Dec 15, 2024 01:27د افغانستان د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د پنجشنبې په ورځ د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
-
د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې
Dec 14, 2024 10:57د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د پاکستان او افغانستان د تیرې اونۍ دځينو مهمو بدلونونوپه باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې هم درته ددغو هیوادونو دتیرې اونۍ د ځینو مهمو بدلونونو په باب یوه لنډه شان خلاصه بیانوو،بیا مو هم رابولوو،دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې لیدو ته ،نو هیله ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ.
-
افغان طالبان لا هم د القاعدې د غړو کوربهتوب کوي
Dec 14, 2024 02:59د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې د القاعده شبکې غړو کوربهتوب او همداراز له ټيټيپي ملاتړ کوي.
-
مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز ملاتړ وکړ
Dec 14, 2024 02:46د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بندیز ملاتړ کړی او دا مسئله یې د فلسطین جنګ پورې تړلې بللې ده.