پاکستان په اصل کې هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاتې شوی
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو سلاکار جان کربي ویلي چې، پاکستان هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاتې شوی او د ده په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد تړون هم نشته.
کربي د جنورۍ په ۱۵مه په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: "پاکستان لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، په اصل کې هېڅکله د امریکا متحد نه دی پاته شوی. زما مطلب دا دی چې [امریکا] له پاکستان سره د اتحاد هېڅ ډول تړون نه لري، خو په تېرو څو لسیزو کې د کلونو په اوږدو کې، چیرته چې مناسبه وه، چې د پاکستان سره د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي لپاره چې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ملا په تیر کې شتون لري، مشارکت درلودلی دی."
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال او د پاکستان مخالفې نورې ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې لري او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي او پلي کوي.
خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او په ځواب کې یې ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د خپلو امنیتي مسئولیتونو د نه ترسره کولو پړه پر افغانستان واچوي.
طالبانو ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.