د افغانستان په اکثرو بریدونو کې پاکستانیان او تاجکستانیان لاس لري
د طالبانو د حکومت د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ادعا کړې چې په تېرو درېیو کلونو کې بهرنیو اتباعو، په تېره بیا تاجکستانیانو او پاکستانیانو په افغانستان کې په حملو او د حملو په پلان جوړولو کې لاس لرلی دی.
دغه کمیسیون د جنورۍ په ۲۲مه په یوه بیانیه کې وویل چې د دغو بریدونو ډېری برخه له افغانستانه بهر تنظیم شوي او عاملانو یې افغانستان ته د ننوتلو لپاره د مخ او جامو له بدلولو کار اخیستی دی.
په خبرپاڼه کې دا هم ويل شوي چې له پراخو هڅو سره سره، بیا هم دغه ډلې په افغانستان کې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.
د طالبانو د امنیت او اصلاحاتو کمیسیون ویلي، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د دغو کسانو او ډلو بریدونه تر ډېره حده کم شوي، د دوی زیاتره عملیات بې اغیزې شوي او عاملان یې نیول شوي او یا هم وژل شوي دي.
تر اوسه د پاکستان او تاجکستان حکومتونو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.