-
روسیه له ایران سره دفاعی ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي
Oct 19, 2020 02:40د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي او قدرتمنه کړئ شي.
-
د یمن پوځ دسعودي ائيتلاف دتالی څټو ستره حمله ناکامه کړې ده
Oct 19, 2020 02:29د سعودي تیریګر ائيتلاف جنګي الوتکو په یمن کې د خپلو پرله پسې میداني ناکامیو په غچ اخستنې کې د صعده ولایت کتاف ښار ، الرع سیمه او همداراز په مارب ولایت کې رحبه او ماهلیّه ښارونه سخت بمباري کړي دي .
-
د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو پاي او ددغې بریا نتیجې او پیغامونه
Oct 18, 2020 09:44امریکا په همداوروستیو څو میاشتو کې په دوامدار ډول هڅه کړې ، دیوه پریکړه لیک په وړاندې کولو سره ، د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد اوږمهاله وسلوال بندیز تصویب کړي ، خو بې شرمه ماته ئې خوړلې ده او د امنیت شورا له پنځلسو غړو یوازې یوه هیواد ئې له غوښتنې سره موافقه کړې او نورو درستو غړو ورسره مخالفت وکړ یا ئې ورته سپینه رایه ورکړه .
-
په بدخشان ولایت کې هم یوشمیرسیمې د طالبانو منګولو ته لویدلي
Oct 18, 2020 11:52په تیرې یوې اونۍ کې د افغانستان دا دوهم ولایتي مرکز دی ، چې ځينی برخې ئې دطالبانو منګولو ته لویږي . پرون ناوخته هم وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په شاوخوا کې باباجي سیمه نیولې ده .
-
د یمن حکومت ددرستوجنګی بندیانو دمبادلې لپاره تیار دی
Oct 18, 2020 11:31د یمن ملی نجات حکومت او له ریاض سره اړونده تښتیدلي او مستعفي حکومت ، په جینوا کې دشوي موافقې په اساس ، په وروستیو څو ورځو کې څه دپاسه زر بندیان سره مبادله کړي دي .
-
عبدالله عبدالله تهران ته راغلی
Oct 18, 2020 10:29ډاکټر عبدا... له دې مخکې پاکستان اوهندوستان ته هم سفر کړی او دا هلې ځلې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره دسیمې د اجماع د رامینځةکولو په هڅې کې دي څو په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې په دغه هیواد کې د دایمي جنګ د ختیمدا لامل شي .
-
په غور ولایت کې بم چاودنې د لسګونوکسانووینه وبهوله
Oct 18, 2020 09:59د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو د افغانستان خلک او چارواکي په دې اند دي چې په دوحې کې د طالبانو او کابل حکومت د استازو ترمینځ د کیدونکو خبرواترو په درشل کې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو اقدامات په اوڅاره توګه زیات شوي چې د دوحې خبرې اترې ئې هم تر یوه حده تر اغیزو لاندې راوستي دي .
-
په امریکا کې پولیس کرکیجن شوی دی
Oct 18, 2020 08:55د وسلې او د مقام دقدرت په ښودلو سره د تاؤتریخوالي اعمالول، پر هغو خلکو چې نن سبا په امریکا او اروپا کې د عدالت غوښتنه کوي ، او د دوي پر مرَیَو د زنګون کیښودل او د هغوي دچغې په مرئ کې بندول اقتدار نه دی .
-
د ایران د اټومي پروګرام په هکله د عربستان ادعا بې اساسه ده
Oct 18, 2020 01:55ایران پریس خبري اژانس راپور ورکړ په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي شورا د مشر ځانګړي مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل د تهران د اټومي او توغندوي پروګرام د خطر په هکله د سعودي عربستان د خارجه وزیر څرګندونې کاملا بې بنسټه دي .
-
سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
Oct 17, 2020 01:13المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون د یمن په تعز ولایت کښې په صاله ښار د هوانونو ډزې وکړې چې په ترڅ کښې یې یو (۱) ماشوم مړ او درې(۳) نور ژوبل شول .