عبدالله عبدالله تهران ته راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93615-عبدالله_عبدالله_تهران_ته_راغلی
ډاکټر عبدا... له دې مخکې پاکستان اوهندوستان ته هم سفر کړی او دا هلې ځلې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره دسیمې د اجماع د رامینځةکولو په هڅې کې دي څو په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې په دغه هیواد کې د دایمي جنګ د ختیمدا لامل شي .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Oct 18, 2020 10:29 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله  تهران ته راغلی

ډاکټر عبدا... له دې مخکې پاکستان اوهندوستان ته هم سفر کړی او دا هلې ځلې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره دسیمې د اجماع د رامینځةکولو په هڅې کې دي څو په قطر کې له طالبانو سره خبرې اترې په دغه هیواد کې د دایمي جنګ د ختیمدا لامل شي .

زمونږخبریال راپور راکړ د  افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا... عبدا... نن  دیوه ورځني سفر لپاره د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ  تهران ته راغلی څو د دوو اړ خیزو اړیکو اود غه راز د افغانستان د سولې د بهیر  دپراختیا د لارو چارو  په باب د اسلامی ایران  له چارواکو سره لیده کاته وکړي .

 ډاکټر عبدا...  له دې مخکې  پاکستان اوهندوستان ته هم سفر کړی  او دا هلې ځلې د افغانستان د سولې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره  دسیمې د اجماع د رامینځةکولو  په هڅې کې  دي څو په قطر کې له طالبانو سره  خبرې اترې  په دغه هیواد کې د دایمي جنګ د ختیمدا لامل شي . 

 دایران اسلامی جمهوریت تل له افغانستان سره  په سیاسی، کلتوري ،ټولنیزو او اقتصادي برخو کې مخ په وده اړیکې درلودلي او همداراز  ئې ددغه هیواد له حکومت څخه په ملاتړ سره له هغې سولې ملاتړ کړی د دی چې  دافغانستان د حکومت او ولس په رهبرۍ او مالکیّت سره وي .