روسیه له ایران سره دفاعی ملګرتیاؤ ته دوام ورکوي
د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي او قدرتمنه کړئ شي.
ایرنا خبری اژانس راپورورکړ ، د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د ایران په ضد دوسلو د محدودیّتونو لغوه کیدا ته په اشارې سره یو ځل د ماسکو او تهران دملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار کړی او وئيلي ئې دي ، د ایران او روسیې، دفاعي ،تخنیکي او پوځي ملګرتیاوې به نوره هم پراخې شي .
د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف هم په دې اړه وئيلي دي ،رسیه د امریکا له بندیزونو هیڅ ویره نه لري او له ایران سره خپلو پوځي اوتخنیکي ملګرتیاؤ اوغږملتیاؤ ته په قدرت سره دوام ورکوي .
همداراز د نړۍ د زیاترو هیوادونو لوړپوړو چارواکو دملګروملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد وسلو دمحدودیَتونو ختمیدا یو غوره اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،باید نړۍ له جنجالونو او ترینګلتیاؤ وژغورل شي او یو اړخیز پالنه د هیچا په ګټه نه ده او باید څو اړخیز پالنه پیاوړي او قدرتمنه کړئ شي.
داپه داسې حال کې دي چې دامریکا خارجه وزیر مایک پمپئو یو ځل بیا د ا یران په ضد د وسلو د محدودیّتونو دختمیدا په غبرګون کې پخپلو کرغیړنو څرګندونو کې وئيلي دي ، واشنګټن د هر هغه کس او اورګانونو په ضد د بندیز د اعمالولو لپاره له خپلو اختیاراتو استفاده کوي ، چې له ایران سره د وسلو دپير پلور په باب کوم اقدام وکړي . هغه یو ځل بیا په کم عقلو خبرو په استناد سره مدعي شوی ، ایران ته د دودو وسلو صادرات ، یا له دغه هیواده د وسلو اخستل ، د ملګروملتو دامنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف ورزي شمیرل کیږي .