سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i93586-سعودي_عربستان_په_یمن_بریدونو_ته_دوام_ورکړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون د یمن په تعز ولایت کښې په صاله ښار د هوانونو ډزې وکړې چې په ترڅ کښې یې یو (۱) ماشوم مړ او درې(۳) نور ژوبل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2020 01:13 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړی د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف پرون د یمن په تعز ولایت کښې په صاله ښار د هوانونو ډزې وکړې چې په ترڅ کښې یې یو (۱) ماشوم مړ او درې(۳) نور ژوبل شول .

د سعودي عربستان د تیریګر ائتلاف جنګي الوتکو د یمن په الجوف ولایت  کښې په الخنجر او المرازیق سیمو باندې هم څو ځله بریدونه وکړل .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګونه تراوسه د څه د پاسه شپاړس زره (۱۶۰۰۰) بې ګناه خلکو د وژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونونو خلکو د کډوالیادا سبب شوي دي .

دغه راز د یمن د ملي ژغورنې په حکومت کښې د مرکچي پلاوي مشر محمد عبدالسلام د هغو ازاد شویو بندیانو په  دردونکو کیسو چې د سعودي عربستان د ائتلاف له زندان څخه خوشي شوي دي شوکه شوی دی .

هغه پرون د یمن د استعفا شوي حکومت او د ملي ژغورنې د حکومت ترمینځ د بندیانو د تبادلې د دوهم (۲) پړاو له بشپړیدا وروسته له المسیره ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل د سعودي عربستان ائتلاف دین او اخلاق نه پیژندي .

عبدالسلام وویل د سعودي عربستان ائتلاف د بندیانو د ناروغه کیدا ، د ناوړه خواړو او د هغوې پرضد د شکنجې د اعمالولو مسول دی .