په امریکا کې پولیس کرکیجن شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93611-په_امریکا_کې_پولیس_کرکیجن_شوی_دی
د وسلې او د مقام دقدرت په ښودلو سره د تاؤتریخوالي اعمالول، پر هغو خلکو چې نن سبا په امریکا او اروپا کې د عدالت غوښتنه کوي ، او د دوي پر مرَیَو د زنګون کیښودل او د هغوي دچغې په مرئ کې بندول اقتدار نه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2020 08:55 Asia/Kabul
  • په امریکا  کې پولیس کرکیجن شوی دی

د وسلې او د مقام دقدرت په ښودلو سره د تاؤتریخوالي اعمالول، پر هغو خلکو چې نن سبا په امریکا او اروپا کې د عدالت غوښتنه کوي ، او د دوي پر مرَیَو د زنګون کیښودل او د هغوي دچغې په مرئ کې بندول اقتدار نه دی .

 زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت د قضایه قوې مشرحجةالاسلام محمد ابراهیم رئسي نن د اسلامی ایران د پولیسو د اونۍ له لومړنۍ ورځې سره په یووخت په تهران کې  په یولړ دستورو کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې د قدرتمند شونې او د تاؤتریخوالي د اعمالولو ترمینځ  فرق شته دی ، زیاته کړې ، د وسلې او د مقام دقدرت په ښودلو سره د تاؤتریخوالي اعمالول، پر هغو خلکو چې  نن سبا په امریکا  او اروپا کې د عدالت غوښتنه کوي ، او د دوي پر مرَیَو د زنګون  کیښودل  او د  هغوي دچغې په مرئ کې بندول  اقتدار نه دی . 

 ښاغلی رئسي زیاته کړې ،  له خلکو ملاتړ او دهغو امنیت ساتل  د پیاوړي او قدرتمند  پولیسو یوه ځانګړنه ده .

 د امریکا پولیسو څه موده مخکې  د دغه هیواد د مینه سوټا ایالت  په مینیاپولیس ښار کې   په یوه بوږنونکي او تاؤتریخجن  چلند کې ددغه هیواد یوه تورپستي ښاریز جارج فلویډ پر مرۍخپل زنګون کیښودلی او په ټکه ئې ترې سا ایستلې  چې  په درستې نړۍ کې ئې  د امریکا دپولیسو  ځيږه او تاؤتریخجنه څیره نندارې ته وړاندې کړې  وه .