-
د ایران په ضد د وسلو له لغوه کولوسره دمقابلې لپاره د واشنګټن نوی حربه
Sep 17, 2020 07:58د ډونالډټرمپ حکومت پرون په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،، د وسلو هر نړیوال تولیدونکی شرکت به چې له ایران سره کومه معامله او تجارت وکړي ، د واشنګټن له بندیزونو سره مخ کیږي .
-
د کابل حکومت د اور بند غوښتنه رد کړې ده،خو...
Sep 17, 2020 07:19ټاکل شوې وه چې د طالبانو ډلې ،دکابل حکومت اوسیاسی ډلو ټپلو ترمینځ بین الافغاني خبرې په قطر کې پیل شي ، خو تر دې دمه رسمي خبرې نه دي پیل شوي او دواړه لوري هماغه راز دایجنډا په برابرولو وخت تیروي .
-
طالبانو په ننګرهار کې دپولیسو اته ماموران ووژل
Sep 17, 2020 07:09د طالبانو حملې په داسې وخت کې هماغه راز دوام لري ،چې د قطر په دوحې کې دکابل حکومتي پلاوي او طالبانو ډلې ترمینځ دسولې دخبرواترو دپلیدا شپې ورځې هم دي .
-
د سیمې خیانتکار واکوالان دصهیونیسټانوپه درستو جنایتونوکې شریک دي
Sep 17, 2020 09:00هغه څه چې پيښ شوي ،یوازې له قدس شریف او دفلسطین له مظلوم ولس سره دځينو هیوادونو دواکوالانو د دښمنیو د کلونو کلونو بې شرمۍ او بې ننګۍ په کاغذ لیکل وو ،له درستو وختونو کې له صهیونیسټي دښمن سره د دوي اړیکې عادي او دوستانه دي او دا یوازې د بې ننګۍ داغ او ټکۍ ده ،چې په مُسکا سره د دوي په ټندې لګول شوی دی .
-
اروپائي اتحادیه د نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیا ؤ ته پابنده ده
Sep 16, 2020 02:14اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د غیر قانوني وتلو وروسته ژمنه کړې وه چې دایران د اقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه ساتي ، خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو لپاره ورکړل شوي ژمنې په یوه مورد کې هم نه دي عملی کړي چې دغې چارې د اروپائي اتحادئې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستي ده .
-
په عراق کې پر امریکائي ترهه ګرو پوځیانو بیا برید شوی
Sep 16, 2020 02:04دعراق ډیری خلک او سیاسی او مذهبی ډلې ټپلې له عراقه د امریکائي ترهه ګرو پوځیانو دسملاسی وتلو غوښتنه کوي ، او ددغه هیواد پارلیمان هم ددغو ترهه ګرو بهرنیو عسکرو دزر ترزره د وتلو مسوده تصویب کړې ده .
-
روسیې په افغانستان کې دامریکائي پوځيانو په وژلې کې لاس نه درلود
Sep 16, 2020 01:12د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې دوه میاشتې مخکې مدعی شوي وه چې د روسیې دپوځي اطلاعاتو ادارې د امریکائي پوځیانو په ضد دطالبانو ډلې دعملیاتو مالی ملاتړ کړی دی چې ماسکو مخکې د مخکې دغه تورونه رد کړي وو .
-
د کابل حکومت اوطالبان په ډيرو موردونو سره پخلا شوي دي
Sep 16, 2020 00:21ډيری شناندي او کارپوهان وائي تر څو چې افغانان پخپلو کې سره پخلا نشي ، په افغانستان کې به هیڅکله د نورو په دیکته کولو سره امن اوثبات ټينګ نشي دا افغانان دي چې دخپلې خاورې ساتنه او د خپلو خلکو امنیت او سوکالي پخپله تضمینولی شي
-
15 ستمبر، د سازشکارو واکمنانو په خلاف د عربو خلقو د قهر ورځ
Sep 15, 2020 10:45امارات او بحرين نن په سپينه ماڼۍ کښې له صهيونېسټ رژيم سره د صلحې موافقه لاسليکوي، په داسې حال کښې چې د دغه خيانت په خلا د مسلمانو ملتونو قهر زيات شوے دے.
-
اسلام او د لږکیو حقوق
Sep 15, 2020 10:36د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې اسلام او د لږکیو د حقوقو نومې یوې نوي لړۍ سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دغې لړۍ کې به درته د قرآن اوحدیث په اساس په اسلام کې د لږکیو د حقوقو په باب درسره وغږیږو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .