• په سوریې کې د ترهګرو خوځښتونه د امریکا او صهیونیسټي رژیم طرحه ده

    په سوریې کې د ترهګرو خوځښتونه د امریکا او صهیونیسټي رژیم طرحه ده

    Nov 30, 2024 01:51

    د ایران د اسلامي شورا مشر په سوریې کې د ترهګرو تکفیري ډلو نوی اقدام د امریکا او د ناروا صهیونیسټي رژیم د طرحې یوه برخه وبلله.

  • عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له سوریې څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ

    عراقچي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له سوریې څخه د ایران پر ملاتړ ټینګار وکړ

    Nov 30, 2024 01:39

    د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي پرون د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر "بسام صباغ" سره په ټلفوني خبرو کې، په سوریې کې د ترهګرو ډلو بیا فعالېدل، په ​​لبنان او فلسطین کې له مقاومت څخه د صهیونیسټي رژیم له ماتو وروسته د امریکا -  صهیونیسټي طرحه وبلله او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره، د سوریې له حکومت، ملت او پوځ سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ.

  • د سوریې د پوځ او ترهګرو ډلو ترمنځ سختې نښتې اوس هم دوام لري

    د سوریې د پوځ او ترهګرو ډلو ترمنځ سختې نښتې اوس هم دوام لري

    Nov 30, 2024 01:29

    د سحاب شبکې د خبر له مخې، د سوریې د پوځ او وسله والو ځواکونو عمومي قومانداني پرون ​​په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د سوریې په حلب او ادلب ولایتونو کې وسله وال ځواکونه ځالې د النصره جبهې د ترهګرې ډلې له پراخو یرغلونو سره د مقابلې په حال کې دي.

  • په سورئې کې  تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا فعالیداخطرناک اړخونه لری

    په سورئې کې  تکفیری ترهه ګرو ډلو بیا فعالیداخطرناک اړخونه لری

    Nov 29, 2024 10:15

    د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  دسورئې د تیرو څو ورځو  بدلونونو باندې په غبرګون کې  په سورئې کې د تکفیری ترهه ګرو ډلو  د بیا فعالیدا په باب په خبرداري ورکولو سره ،  په سیمې کې د ترهه ګرۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره  دغږمله او پریکنده  اقداماتو غوښته وکړه.

  • په سوریه کې د ترهګرو او د دغه هېواد د پوځ ترمنځ نښتې

    په سوریه کې د ترهګرو او د دغه هېواد د پوځ ترمنځ نښتې

    Nov 28, 2024 12:23

    تهران راډیو ـ د سوریې په شمال لوېدیځ کې له ترهګرو سره د سختې جګړې په دویمه ورځ، پرون زرګونه څو میلتي ترهګرو د ترکیې د پوځ په ملاتړ سره، د سوریې د پوځ او د دغه هېواد د ملي دفاعي ځواکونو پر مرکزونو حملې وکړې.

  • سوریه د ا یران په بهرني سیاست کښې ډیر مهم او سټراټيژیک رول لري

    سوریه د ا یران په بهرني سیاست کښې ډیر مهم او سټراټيژیک رول لري

    Nov 17, 2024 01:07

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران دفاع وزیر برید جنرال «عزیز نصیر زاده»د سوریې او د ایران اړیکې مخ په پراختیا وبللې او ویې ویل سوریه د ایران د اسلامي جمهوریت په بهرني سیاست کښې ډیر مهم او سټراټيژیک رول لري.

  • ایران د فلسطین د خلکو ملاتړی دی

    ایران د فلسطین د خلکو ملاتړی دی

    Nov 15, 2024 11:00

    د ایران د اسلامي انقلاب د رهبر ستر سلاکار وویل، ایران د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ کوي.

  • د ایران توغندوي برید صهیونیسټ دښمن ته محکم درس ورکړ

    د ایران توغندوي برید صهیونیسټ دښمن ته محکم درس ورکړ

    Oct 06, 2024 01:37

    فارس خبري اژانس راپور راکړی د سوریې ولسمشر بشار اسد د ایران د باندنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په کتنه کښې وویل: صهیونیسټ رژیم ته د ایران د اسلامي جمهوریت توغندوي ځواب وښودله چې د مقاومت چورلیز د دښمن په وړاندې د دفاع کولو جوګه دی.

  • سوریې کښې د امریکا په اډې برید شوی

    سوریې کښې د امریکا په اډې برید شوی

    Aug 10, 2024 00:53

    ایرنا خبري اژانس راپور راکړی خبري سرچینو نن سهار د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د امریکا د عسکرو په یوې اډې د بې پایلوټه الوتکې د حملې خبر ورکړ.

  • پوتین او بشاراسد په مسکو کې سره لیدلي

    پوتین او بشاراسد په مسکو کې سره لیدلي

    Jul 26, 2024 11:07

    نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي.