Pars Today
په متحده عربي امارتو کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د اماراتو نړیوال لیګ په نوم پیل شوې سیالۍ تېره شپه د ګلف جاینټز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تیز بالر رانا نوید الحسن او پخواني اوپنر عمران فرحت د افغانستان کرکټ بورډ سره د روزنې په برخه کې یو کلن تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یاد دواړه پخواني لوبغاړي خپلو دندو ته ډیر ژر کابل ته ولاړ شي.
د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ د پنجشنبې په ورځ پیل کیږي او لومړۍ لوبه به د افغانستان پر وخت شپږ نیمې بجې پیل شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د درې شل اوریزو لوبو لړۍ چې د مارچ وروستیو کې په شارجه لوبغالي کې ترسره کیږي، د لوبغالي د انتظامیې له لورې د دواړو لوبډلو افغاني او پاکستاني نندارچیان په جلا، جلا ځایونو کې کینول کیږي.
د فوټبال د نړۍ مشهور ستورو لیونل میسي او کریسټیانو رونالډ، په ګډون ګڼ شمېر لوبغاړو د ترکیې هېواد زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه خپل لباس لیلام ته وړاندې کړل چې په ترڅ کې د رونالډو لباس په ۲۱۲۴۵۰ امریکایي ډالرو وپلورل شو.
د ایران د اِنډور هاکۍ ملي ټیم د نړیوال کپ د دریم نمبر لپاره سیالۍ کښې امریکې ته په ماتې ورکولو کښې بریالی شو.
د اسټرالیا د پخواني سپنر شین وارن وصیت نامه چې په کې هغه د خپلې کورنۍ لپاره د ۲۰.۷ میلیونه ډالرو د ورکړې سپارښتنه کړې، اوس روښانه شو.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیلوي
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ویکټ کیپر توپ وهونکې کامران اکمل نن د ټیسټ کرکټ څخه خپل تقاعد اعلان کړ، همدا راز د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کپتان ایرون فینچ بیا له نړیوال کرکټ سره مخه ښه وکړه.
د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان کرکټ ملی لوبډلو ترمنځ به د مارچ میاشت په وروستیو کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.